Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابلوف: د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل د سیمه‌ییزو هېوادونو لپاره لومړیتوب دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کېدل د سیمې هېوادونو لومړیتوب دی.

ضمیر کابلوف د روسیې ټاس خبري آژانس ته ویلي لوېدیځ هېوادونه غواړي چې طالبان باید تر هرڅه وړاندې حقوقي مسایل په پام کې ونیسي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي:«موږ د سیمې هېوادونه یعنې، روسیه، چین، ایران، پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونه او هند باور لرو، چې لومړیتوب باید په افغانستان کې د ټولګډونه مشرۍ جوړښت وي او د دغه راز جوړښت رامنځته کېدل به په افغانستان کې د ښځو د حقونو په څېر د نورو مسایلو په حل کې ډير مهم وي.»
                                  
د پوهنتون استاد سیدجواد سجادي وویل:«د افغانستان د خلکو بنسټیزې ازادۍ د ټول‌ګډونه حکومت له جوړېدو سره له یو بل نه جلا کېدونکي او د یو بل لازم او ملزوم دي. نو په دې برخه کې د روسیې د ځانګړي استازي څرګندونې له حقوقي پلوه بې اساسه دي.»
                               
د  ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان هم وايي:«له دې مخکې چې ټول ګډونه حکومت رامنځته شي او د خلکو حقوق په پام کې ونیول شي، دا یو ډېر مهم بحث دی. په هرو شرایطو کې باید د خلکو حقوق په پام کې ونیول شي.»

خو اسلامي امارت د سرپرست حکومت جوړښت ټول‌ګډونه ګڼي او وایي، چې د ښځو حقونه او د نظام د جوړښت څرنګوالی د افغانستان کورني مسایل دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«په دغه حکومت کې په سیاسي کچه او همدارنګه د ټولو ولایتونو څېرې لیدل کېږي. نو د نظام په ټول‌ګډونوالي کې اندېښنه نه لرو او نه دې نور هېوادونه هم د نظام له جوړښته اندېښنه لري.»

ضمیر کابلوف وایي، چې د افغانستان د پیسو کنګلتیا د لوېدیځ او د سیمې د هېوادونو ترمنځ اختلافي مسئله ده او مسکو غواړي چې د افغانستان شتمنۍ ازادې شي.

ښاغلي کابلوف په دې هکله ویلي:«دویمه ستونزه چې اوس‌مهال له امریکایانو او نورو لوېدیځو هېوادونو سره په‌کې همغږي کېدای نه شو، اخلاقي او سیاسي بحثونه دي. هغوی په اصل کې د افغانستان ملي شتمنۍ لوټلې ده، یعنې د څه باندې ۲٫۵  مېلیارډ ډالرو په ارزښت بشري مرستې یې چې مخکې افغانستان ته ځانګړې شوې وې، رد کړې دي، نو لومړی دا مسایل حل کړئ، وروسته بیا له کابل سره د نورو مذاکراتو پر ګډو لارو چارو خبرې کولای شو.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«د افغانستان د اقتصاد په پراختیا کې کولای شي چې ګټور پرېوځي او هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې فضا زیاته کړه او د خبرو اترو ډېره زمینه برابره کړي.»   

ښاغلی کابلوف د خپلو خبرو په یوې برخه کې د دوحې غونډه چې د روانې زیږدیزې میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه وشوه، بې پایلې ګڼي او پر دې باور دی، چې په دغو خبرو کې د لوېدیځ تګلاره رغنده نه وه. 

اما امارت اسلامی می‌گوید که حکومت سرپرست همه‌شمول است و حقوق بانوان نیز مطابق شریعت اسلامی تامین شده است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه