Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: زموږ خاوره به د هېڅ هېواد په ضد ونه کارول شي

اسلامي امارت یو ځل بیا د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارول کېدو ډاډ ورکوي.

د اسلامي مارت ویاند وایي، چې اسلامي امارت به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو په تېره بیا، د چین او پاکستان پر وړاندې وکارول شي.
                         
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«اسلامي امارت له مخکې ژمن و چې موږ نه غواړو د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد وکارول شي او زموږ ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه چین او پاکستان هم ډاډمن وي چې موږ هېڅکله اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې امنیت یې امنیت خراب شي او څوک له افغانستانه هغوی ته ګواښ رامنځته کړي.»

بل خوا، د پاکستان یوې رسنۍ لیکلي دي اسلام اباد په دې هڅه کې دی، چې په افغانستان کې د چین مالي او اقتصادي اهرم، د پاکستان د طالبانو تحریک د ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې پر اسلامي امارت د فشار د اچولو لپاره وکاروي. 

اکسپرس ټربیون لیکي:«چین پر افغان طالبانو د فشار اهرم لري، پاکستان هڅه کوي چې چین له دغه مالي او اقتصادي اهرمه د افغان طالبانو پر وړاندې د ترهګرو د پټنځایونو په مسأله کې کار واخلي.»

د سیاسي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي، چې دغه راز فشارونه به د سیمه‌ییز انډول د له منځه تلو لامل شي.
                            
د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي:«د پاکستان کورنۍ ستونزه په هغوی پورې اړه لري، د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې د ټي‌ټي‌پي شبکې په پاکستان کې فعالیت درلود، هیله لرم چې استخباراتي شبکه یې په خپله، خپله ستونزه حل کړي او هڅه ونه کړي چې فشار راوړي چې سیمه‌ییز ناانډوالی رامنځته کړي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سټراټېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې ویلي هغه څه چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو ویل کېږي، د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغات دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه