د «کابل په نړۍوال» نندارتون کې ځينو زدهکوونکو نجونو خپلې لاسي صنایع نندارې ته اېښي دي.
دغه زده کوونکي وايي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، ځينو نجونو کوچنیو سوداګریو ته مخه کړې ده.
زهرا د لسم ټولګي زده کوونکې ده. دا وایي، چې له ښوونځي تر بې برخې کېدو وروسته، یې انځورګرۍ او میناتورۍ ته مخه کړې ده.
هغې په دې هکله وویل:«دوه کاله کېږي چې ښوونځي ته نه یم تللې له ښوونځي محرومه یم. زموږ نجونو غوښتنه دا ده چې ډېر ژر زموږ ښوونځي پرانیزي.»
د زهرا په څېر، یو شمېر نورو نجونو هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی. دغه نجونې له اسلامي امارته غواړي، چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د لېسې او منځنۍ دورې ښوونځي پرانېزي.
زده کوونکې رخسار طلوعنیوز ته وویل:«اوس زموږ یوازینۍ ناهیلي د ښوونځي لپاره ده چې زموږ ښوونځي تړلي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې انشاالله زموږ ښوونځي پرانیستل شي.»
بل پلو، یو شمېر متشبثې ښځې چې د خپلو لوڼو په همکارۍ یې دغه محصولات برابر کړي دي، د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کوي.
متشبثه پروین اشرفي څرګنده کړه:«زموږ غوښتنه همدا ده چې باید پيل شي چې په راتلونکي کې زموږ نجونې نالوستې پاتې نه شي، له موږ سره مرسته وکړي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.»
د هېواد د کانونو او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په دغه نندارتون کې څه باندې ۵۵۰ شرکتونو ګډون کړی چې له دې منځه ۱۰۰ هټۍ د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«په دې کې څه باندې ۵۵۰ شرکتونو ګډون کړی او شتون لري چې له دې ډلې ۱۰۰ غرفې یې په مېرمنو پورې اړوندې دي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد څرګندوي:«د دغه نندارتون لګښت د صنعت کارانو او کورنیو تولیدي شرکتونو له خوا تمویلېږي. د هغه پروګرام پر بنسټ چې موږ یې لرو د روان کال په لړ کې په ټول هېواد کې به ۱۰ نندارتونونه جوړ شي.»
څه باندې شپږ سوه ورځې کیږي، چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او ځينو زده کوونکو نجونو وړو سوداګریو ته مخه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه