Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ یوناما ته: زموږ استازی باید نړۍوالو غونډو ته وبلل شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نړۍوالو غونډو ته د اسلامي امارت د استازي د بلل کېدو پر اړتیا یوځل بیا ټينګار وکړ.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې د یوناما د رییسې له خولې ویلي په راتلوونکو غونډو کې چې د افغانستان په تړاو جوړېږي، له سرپرست حکومت سره د جوړونکي تعامل د وام په هکله به خبرې اترې وشي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یوناما له رییسې زرا اوتونبایوا سره په لیدنه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري.

د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د مطبوعاتو او تشریفاتو عمومي رییس محمد حسن حقیار وايي، یوناما به په راتلونکو جوړېدونکو غونډو کې له افغانستان سره د رغنده تعامل په دوام او له نشه يي توکو سره د مبارزې د بریالي ماموریت په اړه خبرې اترې وکړي.

محمد حسن حقیار طلوع‌نیوز ته وویل:«همدا راز پرېکړه وشوه چې په نږدې ورځو کې شاید د دوحې د تېرې ناستې په څېر د ملګرو ملتونو له خوا نه د افغانستان په اړه همداسې یوه ستره غونډه جوړه شي چې په هغه کې به اسلامي امارت ته هم بلنه ورکول کېږي.»

د اسلامي امارت چارواکو د یوناما له رییس او سیاسي مرستیال غوښتنه کړې، چې د اسلامي امارت استازی باید راتلونکو غونډو ته ور وبلل شي او په ټولو مسایلو کې د تفاهم او تعامل لاره غوره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ستانه ګل شیرزاد هم وویل:«د رسمیت پېژندلو مسئله، تقریباً ټولو نړۍوالو په یوه اواز په دې پورې مربوطه کړه چې طالبان باید نړۍوال تعهدات پوره کړي.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي، چې د یوناما دفتر باید د افغانستان اوسنی اسلامي نظام له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه وباسی.

د سیاسي چارو شنونکی محمد هاتف مختار وویل:«غوره لار دا ده چې امریکا ته ووايي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې راخلاصې کړي. د افغانستان اوسنی نظام دې له سیاسي، اقتصادي او نړۍوال انزوا نه وباسي.»

د سیاسي چارو شنونکی بلال احمد فاطمي څرګنده کړه:«دوی (د دوحې غونډې ګډون کوونکو) پر بنسټیزو مسایلو چې د افغانستان په موضوع پورې اړه لري، بحث ونه کړ چې د همدغه اوسني نظام بدلون دی. د ټول‌ګډونه او پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدل دي. اساسي قانون دی. د ښځو حقوق او ښوونځي دي.» 

که څه هم تر اوسه نړۍوالې ټولنې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینې هېوادونه په کابل کې ډیپلوماټیک فعالیتونه لري او اسلامي امارت هم ځینو هېوادونو ته خپل ډیپلوماټان استولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه