Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د استازو جرګه او افغانستان کې اړمنو ته د مرستو نه رسېدو اندېښنه

د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د رییس په ګډون د دغې جرګې ځينې غړي له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو د روڼتیا غوښتونکي دي.

دوی په یوه لیک کې د هغه څه په هکله چې له افغانستان سره د امریکا په مرستو کې د لاسوهنې په عنوان یاد کړي، اندېښنه څرګنده کړې او دغه لیک یې د امریکا د نړۍوالې پراختیا له اژانس سره شریک کړی دی.

په دغه لیک کې راغلي:«موږ اندېښمن یوو چې، ښايي د امریکا هغه بشري او پراختیايي مرستې چې، افغانستان ته رسېږي د طالبانو له لوري منحرفې شي. په داسې حال کې چې، په افغانستان کې بشري ناورین د انکار وړ نه دی؛ نو اړتیا ده چې، د امریکا له لوري برابرېدونکې مرستې د طالبانو پر ځای اړمنو افغانانو ته ورسېږي.»

ورته مهال د هېواد اقتصاد وزارت بیا د امریکا د استازو جرګې دغه ادعا ردوي او زیاتوي چې، اسلامي امارت هم هڅې کوي، دغه کېدونکې مرستې اړمنو افغانانو ته ورسېږي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«موږ نه یوازې د نړۍوالو مرستو په هکله لاسوهنه نه کوو؛ بلکې د هغې لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. زموږ څارنه یوازې په دې دلیل ده چې مرستې مستحقو کسانو ته ورسېږي او دغه بهیر په روڼتیا ترسره شي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی سیدمسعود هم وايي:«یو له لاملونو چې دغه مرستې په ټول کې تر یوه بریده هغو کسانو ته چې ډېره اړتیا ورته لري نه رسېږي. د افغانستان د حاکمیت د پیاوړتیا په منظور له دغو پیسو څخه د خپله حاکمیت استفاده ده.»

له بل لوري د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي، تر هغې چې، نړۍوالې مرستې پر پراختیايي چارو او همداراز پر کارموندنو ونه لګول شي؛ نو نه‌شي کېدای په دایمي توګه د افغانانو اقتصادي ستونزې حل شي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالبصیر تره کی څرګندوي:«له بده مرغه ۴۰ یا ۴۲ کاله کېږي چې له موږ سره مرستې کېږي، موږ هېڅ مثبته پایله ونه لیده. داسې مرستې کېږي چې موږ یې پایله نه وینوو. پایله یې هغه وخت لیدل کېږي چې بنسټيز کار ترسره شي.»

د اقتصادي چارو بل شنوونکي سیر قریشي هم وویل:«د سترو بېخ‌بنايي او اقتصادي پروژو په تطبیق کې د نړۍوالې تولنې د مرستو لګول د کاري زمینې د رامنځته کېدو او همدارنګه د کارخونو د تولید د کچې د لوړېدو او په ټول کې د هېواد د وګړو د عاید د کچې د لوړېدو لامل کېږي.»

تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي جان سپکو شاوخوا یوه میاشت مخکې د دغه هېواد د استازو جرګه کې ویلي و چې، نه‌شي کولی له افغانستان سره د امریکا په کېدونکو مرستو کې د طالبانو د لاسرسي مسئله رد کړي؛ خو په هغه وخت کې بیا د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هغه څرګندونې بې بنسټه وبللې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه