Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ابراهیم رییسي: افغانستان دې د ایران حق‌ابې مساله جدي ونیسي

د ایران ولسمشر له اسلامي امارته غواړي چې له هلمند سینده د ایران د حق‌ابې مساله جدي وګڼي.

ابراهیم رییسي وايي، په هیڅ صورت به اجازه ور نه‌کړي چې د خلکو حق يې ضایع شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي زیاتوي: «د افغانستان حاکمانو ته اخطار ورکوم چې د سیستان او بلوچستان د خلکو حق ژر تر ژره ورکړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم سیستان او بلوچستان ته د سفر په لړ کې له اسلامي امارت غوښتي چې لا هم وخت شته باید د کجکي بند دروازې پرانیزي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي: «له افغان لوري زموږ غوښتنه روښانه ده، وخت تېر نه‌دی، د کجکي بند دروازې دې پرانیزي، څو هم یې خپل خلک او هم د سیستان خلک خړوب شي.»

بل‌خوا د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، اسلامي امارت د تړون له مخې ایران ته د اوبو ورکړې ته ژمن دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي: «موږ د ۱۳۵۱ هجري لمریز کال له تړون سره سم له هلمند سیند څخه د ایران د اسلامي جمهوریت حق‌ابه ورکړې ده او په اینده کې هم له تړون سره سم، د دوی د حق‌ابې ورکولو ته ژمن یوو.«

د اوبو د چارو یو شمېر کارپوهان په‌دې باور دي چې افغانستان او ایران باید د هلمند د سیند ستونزه له ډېپلوماټیکو لارو هواره کړي.

د اوبو رسولو شرکت پخوانی رییس حمیدالله یلاني وايي: «د هر ډول اختلافونو او ناسم پوهاوي د لمنځه وړلو لپاره غوره ده چې د دواړه خواوو تخنیکي پلاوي له یو بل سره ناستې ولري او داغه موضوع ژوره وڅېړي.»

د هلمند د سیند تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان او ایران د شاهي حکومتونو تر منځ لاسلیک شوی دی. د دغه تړون پر اساس ایران ته باید هر کال د هیرمند له سیند څخه ۸۲۰ مېلیونه متره مکعب اوبه ورکړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه