Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فراه بخش اباد بند د لومړۍ برخې چارې پیل شوې

له کلونو انتظار وروسته، د فراه بخش اباد بند د جوړولو چارې پېل شوې.

د ریاست الوزاء اقتصادي مرستیال د بخش اباد اوبو او برېښنا بند د لومړۍ برخې د چارو د پېل په مراسمو کې ډاډ څرګندوي چې سرپرست حکومت به ژر تر ژره د یاد بند چارې بشپړې کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:«موږ باید په عاجل توګه کوښښ دا کړی وای چې سږ کال مو دغه بند تړلی وای، دا کومې اوبه چې عبث را څخه ولاړې دا باید سږکال نه وی تللې.»

ملا عبدالغني برادر وایي، که څه هم امریکا له هېواده وتلې، خو لا هم افغانستان کې ځينې کسان د دغه هېواد په ګټه کار کوي. نوموړي په دې اړه ډېر جزیات ورنه کړل.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه:«امریکا که له افغانستانه وتلې ده اوس هم پاتې شوني یې شته، کار او خدمت ورته کوي او فعالیت ورته کوي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د بخش آباد بند د جوړولو په برخه کې سرپرست حکومت د خلکو مالي ملاتړ ته اړتیا لري. زیاتوي چې د دغه بند د چارو پر بشپړېدو به ټولټال ۴۳۰ مېلیون ډالره لګښت راشي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«اوس هم حساب درته خلاص کړی دی، اوس خپلې پیسې ور تحویلوی، کمپنۍ به خپل کار کوي، ان‌شاالله په یوه کال کې به دا بند موږ او تاسې جوړوو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي هم وايي:«په دې باندې اکتفا نه کېږي، بند پنځه، شپږ، اووه فازه لري. اوس د تونلونو کار دی، د کاسې کار دی، د سړک د پخولو کار دی، د کانالونو کار دی.»

د دې پروژې چارې به د یوه کورني شرکت له لوري د آلمان او ترکیې هېوادونو په تخنیکي مرسته پر مخ لاړې شي.

د تړوني شرکت مسوول میرزا محمد کټوازی وايي:«څو فازه دي چې فاز اول یې تونلونه دي. د دوو تونلونو کار په معیاري توګه عملاً جریان لري، او دغه تونلونه به کابو تر لسو میاشتو بشپړ شي.»

بخش اباد بند د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه رود پر سیند جوړېږي. دا بند به د ۱۳۶۰ متر مکعب اوبو د ذخیرې او ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

تمه ده د دغه بند په ګټې اخیستنې سره، ۱۰۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه هم خړوبه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه