Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پنځو میاشتو وروسته، لاهم د نجونو پر مخ د پوهنتونونه نه پرانیستل کېدل

د پنځو میاشتو له تېرېدو وروسته لاهم په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې تړلې دي.

ځينې زده‌‌کړیالانې په دې باور دي که‌چېرې د پوهنتونونو د تړلو بهیر دوام پیدا کړي، ډېری نجونې به د تحصیل لپاره له هېواده بهر ته ولاړې شي.

ځينې نجونې وايي چې پر ژور خپګان اخته شوې دي.

فرشته د ابن سینا پوهنتون د طب پوهنځي د لومړي کال محصله ده، هغه وايي چې پنځه میاشتې کېږي چې پوهنتون ته نه ده تللې او په ژور خپکان اخته شوې ده.

فرشته طلوع‌نیوز ته وايي:«پنځه میاشتې کېږي چې پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي. ټولو نجونو ته ژور خپګان پیدا شوی او ډېری یې بې موخې دي. حتا زه په خپله بې هدفه شوې یم.»

بلخوا، یو شمېر محصلانې وایي، چې تحصیل د نجونو ښکاره حق دی او اسلامي امارت باید ژر تر ژره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

زده‌کړیاله سوسن څرګندوي:«پنځه میاشتې کېږي چې موږ پوهنتونونو ته له تګه منع شوې یوو او له اسلامي امارته زما غوښتنه دا ده چې په دومره اسانۍ دې موږ له ټولنې نه حذف کوي او موږ د الله له رسول (ص) نه حدیث لرو دا زموږ حق دی چې باید درس ووایوو.»                  
بله زده‌کړیاله وصلت هم وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې زموږ پر مخ پرانیزي چې موږ هم وکړای شو له خپل تحصیلي حقه برخمنې شو؛ درس ووایوو او پرمختګ وکړو.» 
      
بل خوا، د پوهنتون ځينې استادان په پوهنتونونو کې د نجونو حضور د ټولنې یوه اړتیا ګڼي.

د پوهنتون استاد  سید مصطفی مرتظوي د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«زده کړو ته په شدت سره اړتیا ده. د ښوونځيو، پوهنتونونو او مدرسو د دروازو پرانیستو ته په ځانګړې توګه په دغه وخت کې اړتیا لرو چې له نړۍ سره سیال شو.»

دا په داسې حال کې ده، چې پنځه میاشتې کېږي، چې محصلې نجونې پوهنتونونو ته له تګه محرومې دي، خو تر اوسه د سرپرست له لوري په دې تړاو پرېکړه نه ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه