Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سراج‌الدین حقاني: د افغانستان په تړاو غونډو کې باید شتون ولرو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د یوناما دفتر له مشرۍ سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په غونډو کې د اسلامي امارت د استازي پر حضور ټینګار کړی دی.

رزا اوتونبایوا له سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې ملګري ملتونه به په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

کورنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي استازې په دغې لیدنه کې په هېواد کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو ستاینه کړې ده.

له دې سره هم مهاله، د یوناما دفتر د سیاسي برخې مشر سکاټ سمېټ د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر له رییس سره په کتنه کې ویلي دي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د بروکسل په غونډو کې به چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په تړاو جوړېږي، د اسلامي امارت د بریاوو په تېره بیا له نشه یي توکو سره د مبارزې او د مرستو د جلب په برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په تړاو وینا وکړي.

سمېټ ډاډ ورکړی دی، چې هڅه کوي، د اسلامي امارت استازی د افغانستان په تړاو د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې هم د ګډون اجازه ولري.
 
د ریاست الوزار  د سیاسي معاونیت د مطبوعاتو او نشراتو رییس حسن حقیار وايي:«د بشرپاله مرستو، اقلیمي بدلونونو او له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو جوړولو په هکله بحث شوی. دواړه لوري خوشبینه دي چې له نړۍ سره باید د اسلامي امارت اړیکې جوړې شي او د ملګرو ملتونو سازمان په دې هکله مثبت رول ولوبوي.»

بل خوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو د رول پر اهمیت ټینګار کوي.
        
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري څرګندوي:«د اسلامي امارت دنده دا ده چې د هغوی مشروع او مثبتو غوښتنو ته ځواب ورکړي؛ که دا غوښتنې د بشري حقونو د رعایت په هکله وي یا د ښځو د حقونو په هکله او که د نجونو د ښوونې او روزنې په هکله وي.»

د ملګرو ملتونو سازمان تر دې وړاندې په دوحه کې له افغانستان سره د نړۍ د تعامل په برخه کې د ګډو موخو او د یوه رغنده تعامل د ځانګړتیاوو په تړاو د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړه.

 ټاکل شوې ده، د افغانستان په تړاو دې ته ورته بله غونډه په نږدې راتلونکي کې جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه