Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۰۲۳ کال له پيل راهیسې د ماینونو چاودنو ۱۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ لوی ریاست وايي، د ۲۰۲۳ زېږدېز کال له پیل راهیسې تراوسه په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو له کبله ۱۷۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي چې ډېری يې ماشومان دي.

د ماین پاکۍ د همغږۍ رییس نورالدین رستم خېل زیاتوي، چې سږ کال په بېلابېلو ولایتونو کې ۸۵ پېښې رامنځته شوي چې د دغو پېښو ډېری قربانیان یې ماشومان دي.

ښاغلي رستم خېل طلوع‌نیوز ته وویل«تراوسه پورې د ۸۵ حادثاتو شاهدان یاستو چې په هغه کې ۱۷۰ تنه قربانیان لرو، ۴۶ نارینه شهیدان شوي دي او ۷۹ زخمیان دي، ۱۸ ښځینه شهیدانې شوي دي او ۲۷ نور ټپيان شوې دي. او په مجموع کې له دغو ارقامو څخه ۱۲۳ تنه هغه بیا ماشومان دي.»

یو شمېر ماین پاکان وايي، دوی په دې هڅه کې دي، چې د هېواد ټولې سیمې د ناچاودو ماینونو څخه پاکې کړي.

ماین پاک محمد انور وايي:«هدف مو دا دی چې ناچاودي توکي او مهمات له خپل هېواد څخه ورک کړو چې ټول هېوادوال په ټول هېواد کې په ازاده فضا کې ژوند وکړي.»

په هېواد کې څو لسیزو جګړو په زرګونه هېوادوال وژلي او زرګونه نور يې معیوبه کړي دي.

د ناچاودېدونکو توکو د قربانیانو د کورنۍ غړی قدرت الله وايي:«دوه مې زامن په کې شهیدان شول چې یو یې د ۹ کلونو و او بل د شپږو کلونو وو او یو مې وراره وو چې هغه هم ۹ کلن و او بل مې مسی و چې هغه پنځه نیم کلن و او یو مې خوریی زخمي شوی دی.»

د ناچاودېدونکو توکو د قربانیانو د کورنۍ غړی محمد نعیم هم څرګندوي:«له بده مرغه په دغو دوو کلونو کې د هېڅ ماین پاکی موسسه دلته راغلې او نه هم مسوولینو اقدام کړی او نه یې چاته پوهاوی کړی.»

د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ عمومي ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ، اوس‌مهال هم په افغانستان کې ۱۲۲۳ کیلومتره مربع ځمکه په ماینونو او ناچاودېدونکو توکو پوښلې پاتې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه