Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا: ا.ا به تر هغې په رسمیت ونه پېژندل شي چې بندیزونه لېرې نه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي تر هغې چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه لېرې نه شي، واشنګټن به سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له کابله وغوښتل چې پر ښځو بندیزونه پای ته ورسوي؛ ځکه د هغه په وینا، رسمیت پېژندلو ته رسېدل به د بندیزونو له لېرې کېدو پرته ډېر ستونزمن وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیومیلر په یوې خبري ناسته کې ویلي:«موږ پوهېږو چې، طالبان غواړي د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي؛ خو د دې لپاره چې په رسمیت وپېژندل شي؛ نو په سر کې باید کورنی مشروعیت ترلاسه کړي او تر هغې چې د ښځو او خپلو خلکو ځپلو ته دوام ورکړي؛ دغې چارې ته رسېدل به هم ډېره ستوزمنه وي.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، دم‌ګړۍ په هېواد کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د نېکو او رسمي اړیکو غوښتونکی دی؛ خو د اسلامي او ملي ګټو په بیه نه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی. له هېوادونو سره د رسمي او علني اړیکو غوښتونکی دی؛ خو داسې نه چې زموږ ارزښتونه او د هېواد د ملي ګټې د دغو رسمي اړیکو قرباني شي.»

د سیاسي چارو شنوونکي هم په دې باور دي چې اسلامي امارت دغې موخې ته د رسېدو لپاره، باید د نړۍوالې ټولنې غوښتنې له پامه ونه غورځوي.

د نړۍوالو چارو شوونکی نورالله راغي وايي:«د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل، د بیان ازادۍ تامین، د لږکیو او ښځو د حقونو په پام کې نیول، د نړۍوالې ټولنې له معیارونو څخه دي چې په دې برخه کې ګام نه دی اخیستل شوی.»

د پوهنتون استاد سیدجواد سجادي هم څرګندوي:«د افغانستان خلک باید په نظام کې ځان وویني او ښځې په بشپړه توګه له ټولنې څخه حذف نه شي.»

سرپرست حکومت له نږدې دوو کلونو وروسته لا هم د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو د ترکیې، روسیې، ایران، پاکستان، جاپان او چین په ګډون ځينې هېوادونه په افغانستان کې ډيپلوماټيک فعالیتونه لري.

په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ په خپله ټوېترپاڼه لیکلي چې د پاکستان د سند ایالت له بندخونو ۶۶ افغانان چې اته تنه ماشومان هم په کې شامل وو، خوشې او د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه