Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې پر ښځو د بندیزونو د دوام له امله د مالي مرستو د کمېدو ګواښ

د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره او همداراز د بشري مرستو د همغږۍ ادارو په خپلو جلا راپورونو کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې له کاره د ښځو د منع کېدو پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

دغه بنسټونه په دې باور دي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو کمېدل به، تر ډېره د دغه هېواد ښځې او نجونې زیانمنې کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب په هکله وايي:«له بده مرغه له کاره د ښځو منع کېدل، د اقتصاد پر ودې او په هېواد کې د بې‌وزلۍ پر زیاتوالي اغېز کړی دی.»

له دې سره سم، د ناروې د پناه غوښتنې شورا مسوول یان اګلنډ وايي، په مرستندویه ادارو کې له کاره د ښځو له منع کېدو د پنځو میاشتو له تېرېدو وروسته بیا ځلي افغانستان ته راغلی دی.
هغه زیاتوي، اسلامي امارت ورته ویلي چې، داسې لارې چارې به رامنځته شي چې، ورسره د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار د دوام زمینه برابره شي.

یان اګلنډ ویلي:«موږ په لومړي سر کې سلا وکړه چې، د لنډ مهالو حل لارو په لټه کې واوسو؛ څو زموږ زړورې حرفه‌يي ښځې بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي. کله چې، موږ یوازې له نارینه‌وو سره کار کوو؛ نو نه‌شو کولی د هغو ښځو چې، د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري په ګډون د افغانستان تر ټولو زیانمیندونکو کسانو ته رسېدنه وکړو.»

له بل لوري اسلامي امارت بیا له نړۍوالو غواړي چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په وینا یې دم‌ګړۍ په هغو برخو کې چې، د ښځو کار ته اړتیا ده، پر کار بوختې دي.

د اسلامي مارت د ویاند مرستیال بلال کریمي طلوع نیوز ته وايي:«د ښځو د کار په هکله باید ووایم په ټولو ادارو کې چې د هغوی ګومارنې ته اړتیا ده، د هغوی کار ته اړتیا ده، هغوی کار کوي او بوختې دي. تاسې په جریان کې یاست چې د روغتیا په وزارت کې، د پوهنې په وزارت کې او همدارنګه د مالیې په وزارت کې، د پاسپورټ په ریاست کې او په هوايي ډګرونو کې او په نورو برخو کې په کار بوختې دي.»

د ښځو د حقونو د برخې فعاله ثریا پيکان هم وايي:«په تولید، په ښوونه او روزنه کې، په طبابت او همدارنګه په ټولو اقتصادي برخو کې د ښځو رول ډېر مهم دی.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په یوه لیک کې افغان نجونو او ښځو ته ویلي وو چې، د دغه سازمان له ۷۰ سلنه ښځینه کارکوونکو ۵۵ سلنه یې افغانانې دي او دغه سازمان د افغان نجونو او ښځو ملاتړ ته ژمن دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه