Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د ښځو لاسي توکو او کورنیو تولیداتو نندارتون جوړېدل

په هرات کې د تولیداتو او د دغه ولایت د ښځو په لاس جوړو شویو توکو نندارتون جوړ شو.

دا تولیدات په ۱۸۰ غرفو کې د دریو ورځو په موخه نندارې ته اېښودل شوي دي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مرستیال توریالی غوثي وايي: «په‌دې نندارتون کې ۱۲۰ غرفې د نارینه‌وو او فابریکو او ۷۰ غرفې د ښځو په لاس جوړو شویو توکو دي.»

یو شمېر صعنت‌کاران له بهرنیو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو د هغو تولیداتو د مخنیوي غوښتنه کوي، چې په کور د ننه هم تولیدېږي.

غرفه لرونکی برهان الدین خادم وايي: «زموږ شاوخوا چې کوم ګاونډیان دي، د هغوی توکي افغانستان واردېږي او دا بهیر لا هم دوام لري.»

یو بل غرفه لرونکی عبدلبصیر واعظي وايي: «ځینې توکي چې د درملو او خوړو ادارې بند کړي، هغه هم د پولو له لارې هېواد ته په قاچاقي ډول رالېږدول کېږي.»

اخوا، په یوه بل ځانګړي نندارتون کې د ښځینه‌وو لاسي توکي په ۶۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

په هرات کې یو شمېر سوداګرې مېرمنې او نجونې د خپل کاروبار ښه کېدو ته خوښې دي.

د لویدیځ حوزې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیاله بهناز سلجوقي وايي: «موږ چې هر ځل نندارتون جوړ کړي، هغو ښځو چې هېڅ کاروبار یې نه درلوده هغوی هم کار ته لېواله شوې دي.»

په هرات کې یوه سوداګره پري صدیقي وايي: «د دې غوښتنه لرو چې اسلامي امارت له ښځو ملاتړ وکړي.»

د هرات سیمه‌ییز مسوولین وایي، سرپرست حکومت له کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي.

د هرات د والي په وینا، د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه به حکومت صنعتکارانو ته لا زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي.

د هرات والي نور احمد اسلام جار وايي: «په لنډ مهال کې زموږ موخه دا ده چې په پولو کې د ورته او غیر معیاري توکو مخنیوی وکړو.»

د صنعتکارانو په وینا، وروستیو کې هرات کې صنعتي توکو یو ځل بیا ښه وده کړې.

د هرات د صنایعو او کانونو خونه وایي، چې دا ولایت د غیر الکولي مشروباتو، اوړو، خوراکي توکو، لکه کیک او کلچه او د ساختماني ډبرو په برخه کې پر ځان بسیا شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه