Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولکر ټرک: اسلامي امارت دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لري کړي

په هېواد کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په تړاو د غبرګونونو په دوام، دا ځل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د سرپرست حکومت د تګلارې د لغوه کېدو غوښتنه کړې.

ولکر ټرک کمېشنر په جنېوا کې د یوې غونډې کې وویل، پر ښځو محدودیتونه افغانستان د بې‌وزلي او نا هیلۍ لور ته بیایي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک وايي: «زه به هېڅ‌کله هم پوه نه‌شم چې څنګه یو حکومت کولای شي د خپل هېواد د نجونو او ښځو روحیه په دغه ډول ظلم سره تر پښو لاندې کړي، د هغوی وړتیاوې له‌منځه یوسي او خپل هېواد د فقر او ناهیلو کندې ته ورټېل وهي.»

د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ښځو ښې ورځې نه‌دي لېدلي او له ډېرو ستونزو سره مخ شوې دي.»

خو اسلامي امارت، د ښځو پر وړاندې ممنوعیتونه کورني مسایل ګڼي او وایي، په هیواد کې د ښځو حقونه د اسلامي قوانینو پر بنسټ تامین شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «څه چې په شرعي قوانينو کې دي په افغانستان کې د ښځو د ازادۍ هڅې کېږي چې ورته ورکړل شي، د اسلامي امارت حکومت ښځو ته د کار او فعالیت اجازه ورکوي.»

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرستیاله وايي، په افغانستان کې بشري ناورین په ډېرې چټکۍ سره مخ په پراخېدو دی او د ملګرو ملتونو له لوري لګول شوي بندیزونه د دې لامل شوي چې په دغه هېواد کې ډېری بشري فعالیتونه ودرول شي.

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مرستیاله جویس مسویا  وايي: «په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو له لوري لګول شوي بندیزونه د ډېریو بشرپاله فعالیتونو د درېدو لامل شوي او دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې بشري ناورینونه په ډېرې چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې دي.»

تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، که اسلامي امارت د نړۍوالو له لوري د رسمیت پېژندنې غوښتونکي واوسي؛ نو پر ښځو لګول شوي محدودیتونه باید لغوه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه