Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا: د افغانستان په څو ولایتونو کې مو خپل بشرپاله فعالیتونه وځنډول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګټن په غور، غزني او روزګان ولایتونو کې خپل بشرپاله فعالیتونه ځنډولي دي.

د دغه وزارت ویاند ادعا کوي چې په افغانستان کې یو شمېر سیمه‌ییز چارواکي په بشرپاله مرستو کې د لاسوهنې په لټه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټو مېلر وايي: «موږ په غور ولایت کې خپل فعالیتونه په‌دې خاطر وځنډول چې زموږ د شواهدو له مخې، طالبانو غوښتل دغه مرستې منحرفې کړي. د خوړو نړۍوال پروګرام د غزني په دوو ولسوالیو کې د وېش بهیر د روان زیږیز کال له جنورۍ تر اپرېل میاشتو پورې وځنډوه، ځکه د دغه ولایت سیمه‌ییزو چارواکو هڅې کولې چې د دغو مرستو په وېش کې لاسوهنه وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وايي: «د اسلامي امارت حکومت ټول هېواد په واک کې لري، په‌دې کې شک نه‌شته چې دوی دې پیسو ته لاسرسی لري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ډاګه وايي، واشنګټن له طالبانو سره مرستې نه کوي.

نوموړی همداراز زیاتوي، امریکا به له نړۍوال بانک، ملګرو ملتونو، غیردولتي سازمانونو او نورو شریکانو سره یو ځای له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلی مېلر زیاتوي: «د امریکا بهرنیو چارو وزارت او نړۍوال پراختیايي پروګرام به له نړۍوال بانک، ملګرو ملتونو، غیر دولتي سازمانونو او نورو شریکانو او همداراز زموږ له هم فکره دولتونو سره یو ځای افغان ولس ته د بشري مرستو بهیر ته دوام ورکړي. موږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو داسې تابیاوې ولري چې، له مخې یې دا ډاډ تر لاسه شي چې مرستې مستحقو کسانو ته رسېږي.»

اقتصاد پوه سید مسعود وايي: «د امریکا له لوري چې کومې مرستې کېږي، د دې مرستو پای‌ته رسول ښايي پر طالبانو د فشار راوړلو او یا هم د امریکا او لوېدیځ په غوښتنه د یوه ټول‌ګډونه حکومت رامنځ‌ته کول وي.»

خو اقتصاد وزارت د امریکا د بشرپاله مرستو ځنډول د خلکو په زیان ګڼي او له امریکا غواړي چې په افغانستان کې د بشرپاله مرستو مانع نه‌شي.

د دې وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د مرستو ځنډول به د افغانستان خلکو ته زیان ورسوي او زموږ د هېوادوالو ته به د معیشت ستونزې رامنځ‌ته کړي. له همدې امله له امریکا نه زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانانو پیسې خلاصې کړي او هغوی ته د مرستو د دوام مخه و نه‌نیسي.»

تر دې مخکې د امریکا د ولسي جرګې ځينو غړیو او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي له افغانستان سره د امریکا د مرستو په بهیر کې د روڼتیا غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه