د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان ویلي، تهران به تر هغې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت و نه پېژني، تر څو یې یو ټولګدونه حکومت جوړ کړی نهوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوې غونډه کې د وینا پر مهال، اسلامي امارت د افغانستان د واقعیت یوه برخه ګڼلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان وايي: «موږ پهدې خبره ناخوښ یو چې په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت نهدی جوړ شوی او دا مساله مو د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته مطرح کړې ده. موږ د افغانستان اوسني واکمن په رسمیت نه پېژنو او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کوو. همدارنګه، طالبان د افغانستان د واقعیت یوه برخه ده، نه ټول.»
دغه لوړپوړي ایراني ډېپلوماټ ټینګار کړی چې تهران له زدهکړو څخه د افغان ښځو او نجونو د بېبرخې کېدو په اړه اندېښمن دی.
ښاغلي عبداللهیان د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د تهران حقابه ورکړي. د هغه په وینا، د ایران د حقابې ستونزه د سیاسي اعلامیو له لارې نهشي حل کېدای، په وینا یې د حقابې مساله باید د قانوني اقداماتو په چوکاټ کې حل شي.
حسین امیرعبداللهیان زیاته کړې: «موږ له افغان چارواکو سره په هلمند سیند کې د ایران د حقابې په اړه خبرې کړې دي او باور لرو چې د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې باید پهدې برخه کې قانوني لاره په پام کې ونیول شي.»
له دې وړاندې د ایران ولسمشر د افغانستان له سرپرست حکومته په کلکه غوښتنه کړې وه چې د ایران د حقابې مساله جدي ونیسي او دا حق یې ورکړي.
خو انس حقاني چې د اسلامي امارت له جګپوړو غړیو څخه دی؛ په سپیدار ماڼۍ کې د نن (پنجشنبه) په په یوې غونډه کې د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود.
ښاغلي حقاني وویل: « زه پهدې باور یم که د ایران ولسمشر هر څه وویل، وې ویل، خلکو په خپله هغه پهسې بد رد وویل، خو کاشکې موږ پهدې کې د بهرنیو چارو وزارت پالیسي څارلې وای، د زور په وخت کې شل کاله تېر شول، هلته موږ خدای تعالی معلوم کړلو، ثابت شولو، خدای تعالی فتح راکړه، لوی دښمن مات شو، هغه وخت و، هلته د قهر خبره کېدله، خو له دې وروسته زما هدف دا دی چې کوښښ باید پر دې وکړو چې موږ خپل نوي نسل ته تېزه او تنده ژبه ور زده نهکړو.»
له دې وړاندې سرپرست حکومت په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړول د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بلل ده او ټینګار یې کړی چې هېڅ هېواد باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نهکړي.
په دې اړه مو اندونه