Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له سرپرست حکومت سره د اروپايي هېوادونو پر تعامل د ین اګلنډ ټینګار

د ناروې د پناه غوښتنې شورا مشر د اروپايي ټولنې له سفیرانو غواړي چې بېرته افغانستان ته ستانه او له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.

ین اګلنډ له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په ډېپلوماسۍ کې ریژیمونه او حکومتونه په رسمیت نه پېژندل کېږي؛ بلکې هېوادونه په  رسمیت پېژندل کېږي او دغه شورا افغانستان په رسمیت پېژني.

ښاغلی اګلنډ وايي: «په ډيپلوماسۍ کې  رژيمونه او حکومته په رسمیت نه پېژندل کېږي؛ بلکې هېوادونه په رسمیت پېژندل کېږي. زموږ هېواد «ناوري» افغانستان له ډېر پخوا راهیسې په رسمیت پېژندلی دی. رژیمونه او حکومتونه راځي او ځي، خو موږ افغانستان په رسمیت پېژندلی دی. زموږ سفیر باید ژر تر ژره افغانستان ته راستون شي او زه د دې کار او دغه راز د نورو اروپایي سفیران د راستنېدو لپاره لابي کوم. خوښ یم چې اروپایي ټولنه له مخکې دلته حضور لري. هغوی باید راشي او باید له طالب چارواکو سره تعامل وکړي.»

نوموړی دغه راز وایي، اوسني وضعیت ته په پام سره، افغانستان یوې سیاسي هوکړې ته اړتیا لري او له همدې امله اړتیا ده، څو یو ټولګډونه حکومت جوړ شي.

د ده په باور، په کندهار کې د اسلامي امارت له ځینو چاواکو سره په کتنو کې یې درک کړې ده چې په نږدې راتلونکې به د اسلامي امارت له لوري د یوې نوې کړنلارې په صادرېدو سره، په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار لګول شوي بندیزونه لېري، کړي.

د ناورې د پناه غوښتنې د شورا رییس ین اگلند وايي: «هغوی ماته دوه خبرې وکړې، لومړی دا چې د یوه لارښود له لارې به د نجونو پر زده‌کړو او بشري بنسټونو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز لېرې شي او دغه لارښود تقریباً پای‌ته رسېدلی دی؛ نو هیله‌من یوو چې دغه لارښود ډیر ژر وګورو، څو وکړای شو په ټول افغانستان کې له خپلو ښځينه همکارانو سره په ګډه خپل کارونه بېرته پېل کړو او نجونې وکړای شي ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.»

ښاغلی اګلند په افغانستان کې بشري مرستو ته په نغوتې سره وایي، یو شمېر مرستندویو بنسټونو  د نجونو  پرزده کړو او د ښځو پر کار د بندیز له امله خپلې مرستې سیاسي کړې دي.

د اگلند په وینا: «فکرو کوم دا خبره مساله سیاسي کوي، کله چې هغوی وایي، طالبان او د هغوی کارونه یې نه خوښېږي، ځکه هغوی د ښځو پر وړاندې تبعیض کوي، ښځې له زده کړو او کاره منع کوي؛ نو باید له افغانستانه پيسې واېستل شي. فکر کوم چې دا کار د مرستو سیاسي کول دي، ځکه مرستې د ولس او بې وزلو خلکو لپاره دي. هغوی باید د طالبانو له مشرتابه سره تعامل وکړي او لکه څنګه چې موږ وایوو، هغوی ته ووایي چې له دې هرڅه سره مخالف دي. د مرستو تر اېستلو له بې وزلو سره مرسته غوره تعامل دی.»

ین اګلند هم وایي چې اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۸ مېلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه