د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، که د ترهګرۍ ګواښونه د اسلامي امارت او نړۍ له لوري جدي و نه ګڼل شي؛ نو ډېرې بدې پایلې به ولري.
بلاول بوټو زرداري ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان د طالبانو د تحریک ګواښ د کابل او اسلاماباد تر منځ د اړیکو د پراخېدو مخه نیولې او د دغه وضعیت په دوام سره به وضعیت لاپسې کړکېچن شي.
بلاول بوټو زرداري چې د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې یې خبرې کولې، وویل: «که د ترهګرۍ هغه ګواښونه چې له دغه هېواده سرچینه اخلي، د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې لهخوا جدي و نه ګڼل شي؛ نو یوه غمیزه د پېښېدو په انتظار ده. اوس موږ خپل ګاونډی ته د ویلو لپاره حقایق لرو، موږ د احساساتو خبرې نه کوو. موږ حقایق لرو چې د کابل له سقوط ۶۰۰ ورځې وړاندې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو لهخوا پنځه ترهګریزې پېښې شوې دي، خو د کابل له سقوط شپږ سوه ورځې وروسته دغه شمېر ۵۰ ته ورسېد؛ نو اوس دا زموږ اصلي اندېښنه ده.»
ښاغلی زرداري له سرپرست حکومت سره د اسلاماباد پر تعامل ټينګار کوي، خو وایي، د پاکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو اندېښنه، د پراخبنسټه حکومت د جوړېدو، د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړې، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته له افغانستانه د ګواښ نه پېښېدو په اړه ده او په دې تړاو د نړۍ د لید لوري همغږۍ ته ډېره اړتیا ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي: «کله چې تاسو له هېوادونو سره دوه اړخیزې ناستې ولرئ، ټول یې ورته اندېښنې مطرح کوي. هغوی ټول په افغانستان کې د اقتصادي ثبات، د ښځو حقونو، ټولګډونوالي او د امنیتي اندېښنو د حل غوښتنه کوي. زما په اند، موږ په نړیواله کچه د افغانستان په اړه پوره همغږي نهلرو، خو کله چې دوه اړخیزې غونډې کېږي، دا اندېښنې مطرح کېږي.»
خو د اسلامي امارت ویاند وایي، د پاکستان د طالبانو د تحریک مساله د پاکستان کورنۍ هغه ده او پاکستان یې باید پهخپله حل کړي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، په افغانستان کې ثبات واکمن دی او اسلامي امارت د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښ د نه پېښېدو پر پرېکړې ولاړ دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «د افغانستان اسلامي امارت پر وضعیت بشپړ واک لري. د پاکستان په ګډون نور هېوادونه باید خپل کورني مسایل له افغانستان سره و نه تړي. هڅه دې وکړي چې خپل مسایل په پاکستان کې حل کړي. د پاکستاني طالبانو تحریک موضوع خپله د پاکستان موضوع ده، دغه موضوع باید په خپل هېواد کې حل کړي. افغانستان ثبات او امنیت لري.»
بلاول بوټو زرداري دغه راز د پولو د امنیت په ټينګښت کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر وړتیا نیوکه کړې ده، خو یو شمېر نظامي شنونکي پر دې باور دي چې د اسلامي امارت ځواکونه ښه وړتیاوې لرو.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: «پاکستان چې له لوېدېځو او ناټو هېوادونو سره کومې اړیکې لري، کولای شي چې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو کې مهم او ښه رول ولوبوي.»
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم زیاتوي: «په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو فورمول له افغانستان سره د نړۍ د اړیکو په انډول کې نهدی؛ بلکې د طالبانو د تګلارې او پهدې کې دی چې پاکستان څنګه په افغانستان کې مثبت رول لوبوي.»
د دولت په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر تر دې وړاندې ویلي وو چې اسلاماباد له کابل سره خپل تعامل د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ګواښ د نه پېښېدو په شرط پورې تړلی دی.
په دې اړه مو اندونه