یو شمېر کابل میشتي د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د موټرو له غلا کېدو شکایت لري.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې د خلکو ځاني او مالي امنیت ونیسي او په وینا یې د موټرو د غلا کېدو دوسیو ته رسېدنه وکړي.
د کابل اوسېدونکی الیاس چې د تېرې د شنبې په ورځ یې په کابل کې له خپلې کورنۍ سره په میروس میدان مېنه کې د توکو پر پېرلو بوخت و، ناپېژاندو کسانو یې موټر وتښتاوه.
دی وایي، د موټر له غلا کېدو وروسته یې اړوندې حوزې ته مراجعه کړې، خو د یوې اوونۍ په تېرېدو سره امنیتي ځواکونو د ده د موټر څرک نهدی لګولی .
د غلا شوي موټر څښتن الیاس حمیدي وايي: «ویل اندېښنه مه کوه، موټر دې پیدا کېږي او موږ پلټنو ته دوام ورکوو، خو له بده مرغه اووه-اته ورځې وشوې چې زه هره ورځ د حوزې له امر او مسوولانو سره اړیکې نیسم، خو له بده مرغه هېڅ پته یې نهده لګېدلې.»
په کابل کې ټکسي چلوونکی فهیم وايي: «دوه کسان و، غوښتل يې خیرخانې خوا ته لاړ شي، دوی مې ورسول، د ښکته کېدو پر مهال یې زما په غاړه کې دستمال واچوه، خدای فضل وکړ، دستمال وغورځېد، لاس او ګریوان شولو، له دې وروسته هغوی لاړل.»
بلخوا، د کابل یو شمېر اوسېدوني چې له څه باندې یوه کال راهیسې د خپلو موټرو د پیدا کېدو په تمه دي، دغه راز دوسیو ته له نه پاملرنې شکایت کوي.
د غلا شوي موټر څښتن حشمت وايي: «له افغانستان اسلامي امارت څخه مو دا هیله ده چې پهدې برخه کې هر څه ژر پاملرنه وکړي، ځکه موږ بېوزله خلک یوو او پهدې برخه کې دې جدي ګامونه واخلي.»
د غلا شوي موټر څښتن منیر احمد وايي: «یو کال شو چې هېڅ پته یې نهشته، له حکومته مو دا غوښتنه ده چې کشفي ادارې خپلې پلټنې ډېرې کړي.»
بلخوا، د کابل امنیه قومانداني وایي، چې په کابل کې د تېر پرتله د غلاوو کچه اتیا سلنه کمه شوې ده او هڅه کېږي چې د خلکو امنیت نور هم ټینګ شي.
د کابل امنیه قوماندان خالد ځدراڼ وايي: «د تېر پرتله اوسمهال په کابل ښار کې د غلاوو ګراف اتیا سلنه راښکته شوی دی، ځکه د تېرې ادارې پر مهال به د یوې حوزې په حدودو کې په ورځ کې له لسو، پنځلسو او تر شلو پورې موټر غلا شوي دي، له موږ سره اسناد شته، اوس الحمدلله په کابل کې داسې اوونۍ لرو چې یو موټر هم پهکې نهوي غلا شوی.»
دا په داسې حال کې ده چې تر وړاندې د کابل یو شمېر اوسېدونکو د کابل په ځينو سیمو ې د جنایي جرمونو او وسله والو غلاوو له زیاتېدو شکایت درلود.
په دې اړه مو اندونه