Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل ښار کې د غیر مسوولو وسله‌والو او غلاوو له ډېرېدو د اوسېدونکو شکایت

یو شمېر کابل میشتي د ښار په بېلابېلو سیمو کې د غیر مسوولو وسله‌والو له ګرځېدو او د وسله‌والو غلاوو له ډېرېدو شکایت لري.

دغه اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي، څو د خلکو د امنیت په ټينګښت کې هڅې وکړي.

د کابل اوسېدونکی  محمد زبیر وايي: «هر څوک د اسلامي امارت له نوم، یونېفورم یا پکړۍ څخه ناسمه ګټه اخلي، هر ځای کې چې یې زړه وشي، خپل پر سر هلته خلک دروي، مالومه نه‌ده چې مسوول دی که دی.»

د کابل اوسېدونکی جاوید زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده چې امنیت وي، غلاوې او د موټرو غدۍ نه‌وي.»

بل‌خوا، د نورستان پخوانی والي وایي، پنځه ورځې وړاندې وسله‌والو کسانو د امنیتي ځواکونو له جامو په ناسمې ګټې اخیستنې سره د نوموړي زغروال موټر له ځانه سره وړی دی.

د مخکیني حکومت دغه چارواکی وایي، وسله‌والو کسانو ورته ځانونه د پنځمې امنیتي حوزې ځواکونه پېژندلي وو.

د نورستان پخوانی والي محمد عمر شیرزاد وايي: «د تېرې دوشنبې په ورځ غرمه یوه نیمه بجه، څو وسله‌وال طالبان چې ځانونه یې د پنځمې حوزې طالبان راوپېژندل، زموږ کور چې په خوشال خان مېنه کې دی، هلته راځي او زما شخصي زرهي موټر چې د ملي امنیت کارت هم لرم، د هغه موټر غوښتنه کوي، دا موټر موږ له ځان سره بیایوو.»

د عمر شیرزاد خپلوان نظیف الله زیاتوي: «د وسلې په زور زموږ کور ته رادننه شول، موږ ته یې وسله ونیوله ویل، د موټر کونجي راکړئ، که‌نه ډز درباندې کوو، موټر یې روښانه کړ او ووتل.»

بل‌خوا، د کابل امنیه قومانداني وایي، په وروستۍ یوې میاشتې کې د امنیتي ځواکونو په یوولسو عملیاتو کې یو دېرش نامسووله وسله‌وال نیول شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ په وینا، د ښاغلي محمد عمر شیرزاد د غلا شوي موټر د پېښې په تړاو هم څېړنې روانې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ زیاتوي: «په تېره یوه میاشت کې یوولس وسله‌والې قضیې مو درلودلې چې په تړاو باندې یې ۳۱ تنه مجرمین نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.»

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، د پخوا پرتله وسله‌والې غلاوې په ځلونو کمې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه