Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز د اوسېدونکو ادعا؛ نښته لومړی د ایران له لوري پېل شوه

د نیمروز ځينې اوسېدونکي ادعا لري چې د شنبې په ورځ نښته د ایران له لوري پیل شوه او وروسته د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو پر استوګنیزو سیمو ډزې وکړې.

دغه اوسېدونکي له دواړو لورو غواړي چې رامنځته شوې ستونزې د تفاهم له لارې حل کړي.

دا په تېرو نږدې دوو کلونو کې له ایراني پوله ساتونکو سره د اسلامي امارت د پوله‌ساتو څلورمه نښته ده.

په دې نښته کې دواړو لورو له سپکو او درنو وسلو هم کار اخیستی دی.

 د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په کنګ ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د پوله‌ساتو او ایراني پوله‌ساتو تر منځ دغه نښته په وقفه يي ډول څو ساعته روانه وه.
                                 
د نیمروز اوسېدونکی  قیوم وايي:«لومړی ډز هم زموږ د ګاونډي ایران له لوري شوی و او دوی باید داسې کار ونه کړي. که دوی ستونزه لري، له جګپوړو چارواکو سره دې ولري، په استوګنیزو سیمو دې ډزې نه کوي.»
                         
د نیمروز بل اوسېدونکي فېروز وویل:«د یوې عادي خبرې پر سر باید خلکو ته دومره زیان ونه رسوي خلک وارخطا نه کړي. موږ په خپله سیاستوالان لرو تاسې سیاستوالان لرئ، کولای شو چې د تفاهم له لارې، د سولې له لارې، د خبرو اترو له لارې دغه شخړې حل کړو.»

د نیمروز اوسېدونکی محمد داوود هم څرګنده کړه:«د دې حق نه لري چې په موږ برید وکړي، یا له هاوان کار واخلي. دلته هم خلک دي، ښار دی داسې کار یې باید نه وای کړی.»

اخوا، د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د شنبې په ورځ د اسلامي امارت د یوه سرتېري وژل کېدل تایید کړي دي.

بل خوا، د اسلامي امارت دفاع وزارت په یوه ټوېټ کې لیکلي چې دغه نښته د هېچا په ګټه نه ده او اسلامي امارت د هر ډول ستونزې د حل لپاره خبرې معقوله لار ګڼي.
                                                
د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:«دا ډول نښتې په هېڅ صورت د هېڅ لوري په ګټه نه دي. که چېرې هر لوري غوښتي وي چې له دغو نښتو د خپل کورني سیاست په ګټه استفاده وکړي، په بشپړه توګه په تېرونه کې دی.»

د ایرنا خبري آژانس رپوټ ورکړی چې په دې نښته کې دوه ایراني پوله‌ساتونکي وژل شوي او دوه ملکيان  ټپیان شوي دي. خو تسنیم خبري آژانس د ایران د یوه پوله ساتونکي وژل کېدل تایید کړي دي.

د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې یوه مسوول پر خپل ټوټېر دا نښته د دواړو لورو په زیان بللې ده.

تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د پوله ساتونکو او ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ یو ځل د هرات په اسلام کلا بندر او دوه ځلي په نیمروز ولایت کې نښتې شوې وې.

د نیمروز اوسېدونکي له دواړو لورو غواړي چې رامنځته شوې ستونزې د تفاهم له لارې حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه