Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: له ګاونډیو هېوادونو سره تاوتریخوالی نه غواړو

د ایران او افغانستان د پوله‌ساتو ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، د ګاونډیانو په ګډون له هېڅ لوري سره د تاوتریخوالي غوښتونکي نه‌دي.

بلال کریمي زیاتوي، اسلامي امارت د ترینګلتیا پر ځای خبرې معقولې ګڼې او په وینا یې اوس‌مهال د کابل او تهران پلاوي له یو بل سره په اړیکه کې دي او په‌دې تړاو خبرې کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرسیال  بلال کریمي وايي: «په ټوله کې د اسلامي امارت دریځ او پالیسي دا ده چې له هېڅ اړخ، په تېره ګاونډیو هېوادونو سره د ترینګتیا غوښتونکی نه‌دی، د افغانستان او ایران تر منځ چې د پولې په اوږدو کې کومه کوچنۍ نښته رامنځ‌ته شوې، د دواړو لوریو مسوولان له دې وړاندې هم او له دې وروسته هم په اړیکه کې دي او هر څه چې پېښېږي، د حل یوه لار ورته لټوي.»

له دې سره جوخت، د ایران د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد له رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان او ایران پر پوله د شنبې ورځې نښتې یوه لنډه نښته بولي او وایي چې اوس وضعیت عادي شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي زیاتوي: «کوچنۍ نښته وه، خلاصه شوه، له طالب لوري سره هم خبرې وشوې، څه ستونزه نه‌شته، پوله پرانیستې ده، پوله ارامه ده او د تګ-راتګ لپاره هم پرانیستې ده.»

بل‌خوا، د نظامي چارو شنونکي پر دې باور دي چې سرحدي نښتې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نیابتي جګړې وانوړي او له دواړو لورو غواړي چې په دغه راز مسایلو کې له زغمه کار واخلي.

د نظامي چارو شنونکی ثمرسادات وايي: «خپل اختلافات دې د خبرو او ډېپلوماټیکو لارو حل کړي او طالبانو چې تل ویلي، د افغانستان له خاورې به ګاونډیو ته څه ګواښ نه پېښېږي او د ګواښ د پېښېدو په صورت کې دا د دې باعث کېږي چې دوی له نړیوالې انزوا سره مخ شي.»

د نظامي چارو شنونکی  اسدالله ندیم وايي: «په افغانستان کې اوسنی حکومت باید له ګاونډیو هېوادونو، په تېره ایران سره له شخړو ډډه وکړي او له خبرو اترو دې کار واخلي.»

د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او د ایران د پوله‌ساتونکو تر منځ په نښه کې د اسلامي امارت یو پوله‌ساتونکی او د دغه راز د ایران یو پوله ساتونکی وژل شوي او دوه نور ایراني وګړي ټپیان شوي هم دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان او ایران تر منځ څلورنښتې شوې دي. دغه نښتې یو ځل د هرات په اسلام کلا بندر او درې ځلي په نیمروز ولایت کې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه