Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کراچۍ له زندانونو څخه د افغان کډوالو په راخلاصولو کې د ا.ا د قونسلګرۍ هڅې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ وایي، تر راتلونکو دوو میاشتو به له ۲۹۰ ډېر افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، خوشې شي.

د یادې کونسلګرۍ مسوولان زیاتوي، په پاکستان کې د ۲۶۰۰ افغان بندیانو له ډلې نږدې ۲۳۵۰ بندیان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، خوشي شوي او هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسل سید عبدالجبار وايي: «هیله ده چې په دوو میاشتو کې راخوشې شي او اسلامي امارت د دوی د راخوشې کولو لپاره مدافع وکیل نیولی چې له محکمې څخه یې راخوشې کړي.»

ورته مهال، په پاکستان کې د افغان بندیان یو مدافع وکیل وایي، یو شمېر هغه افغانان چې د خپل ناروغ د درملنې لپاره پاکستان ته سفر کوي، نیول کیږي او شکنجه کېږي.

مدافع وکیل  صدیق کاکړ زیاتوي: «دلته چې د پاکستان کراچۍ ته د درملنې لپاره راتلل، ښځې او ماشومان یې ترې جلا کړي وو او نارینه یې شکنجه کړي دي. اوس په کراچي کې ځینې داسې افغانان هم شته چې د پوستکي په ناروغۍ باندې هم اخته دي.»

بل‌خوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي، په تېره یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۸ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. د نوموړي په وینا، د افغان بندیانو پر ستونزو د غور لپاره د لویې څارنوالۍ په مشرۍ یوه کمېټه هم جوړه شوې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني زیاتوي: «په تېره یوه میاشت کې تقریباً د ۲۸ زرو په شاوخوا کې افغانان هېواد ته راستانه شوي دي او ډېره برخه یې له ایرانه او یو څه برخه یې له پاکستانه راغلي دي. دوی ټول شاوخوا پنځه زره کورنۍ کېږي، دوی له پاکستانه راغلي دي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌مهال له شپږو تر اتو مېلیونو افغانان په نورو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه