Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اردوغان له بریا وروسته؛ کابل له انقرې سره د اړیکو پراختیا غواړي

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان له بریالي کېدو وروسته، کابل وایي، له انقرې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د پراختیا، بشرپاله مرستو د دوام او په افغانستان کې د ترکیې د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتوالي غوښتونکی دی.

د ترکیي په ولسمشریزو ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان له بریا وروسته، د اسلامي امارت رییس الوزرا ښاغلي اردوغان ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي ویلې او د ښاغلي اردوغان په بريا سره یې ترکیې ته د لا پياوړتیا، ثبات او دین ته د خدمت کولو هیله څرګنده کړې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «په ترکیه کې چې ثبات وي، دا زموږ، ترکیې او ټولې سیمې په ګټه دی او اسلامي امارت له ترکیې سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.»

بل‌خوا، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس د پیغامونو په خپرولو سره د ښاغلي اردوغان د بري مبارکي ورکړې او د دغه هېواد خلکو ته یې د سولې او سوکالۍ هیله کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی ویلي: «زه ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د ترکیې د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو مبارکي وایم او هغه ته د بریا هیله کوم. د ولسمشر اردوغان او د ترکیې د خلکو د لا پرمختګ او سوکالۍ په هیله.»

د ملي روغې جوړې د عالي شوار مخکیني رییس عبدالله عبدالله زیاته کړې: «زه خپل ورور د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ترکیې خلکو ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا له امله د زړه له تله مبارکي وایم، ولسمشر اردوغان او د ترکیې خلکو ته د سولې او سوکالۍ هیله کوم، ترکیه او افغانستان ښه دوستان او تاریخي متحدان دي.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې اردغان همغه اردغان دی، د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او په اسلامي چوکاټ کې د ښځو د کار کولو غوښتونکی دی.»

بل‌خوا، د اقتصادي چارو ځیني شنونکي په افغانستان کې د اقتصاد په ودې او د پانګونو په زیاتېدو کې د ترکیې رول مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیرقریشي وايي: «ترکیه کولای شي د افغانستان په اقتصاد باندې خورا مثبت اغیز ولري، ځکه چې ترکي شرکتونه د افغانستان کانونو تولید او صنعت پورې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.»

هاخوا، یو شمېر افغان کډوال د رجب طیب اردوغان له بريا وروسته د ترکیې واټونو ته راووتل او ښاغلي اردوغان بیا بریا یې ونمانځله. دغه افغان کډوال د کډوالۍ په برخه کې د ترکیې د واکمن ګوند تګلارې ستایي.

په ترکیه کې افغان کډوال نوراحمد یورتداش وايي: «دا بریا به هغو کډوالو ته چې دلته ژوند کوي او افغانانو ته چې تل د ترکیې له خلکو سره تاریخي دوستي لري، ګټه ورسوي.»

په ترکیه کې افغان کډوال علي مسلم امیري وايي: «ښاغلی اردوغان د کډوالو پر وړاندې نرمه پالیسي لري، د هغه بریا د افغان کډوالو، په تېره په‌دې هېواد کې د افغان زده‌کړیالانو لپاره ښه زېری کېدای شي.»

د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې ګټونکی نه درلود، خو له دوو اوونیو وروسته دویم پړاو ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې یې رجب طیب اردوغان د ۵۲٫۱۴ سلنه رایو په ګټلو سره ګټونکی شو او کمال قلیچدار اوغلو د ۴۷٫۸۶ رایو په خپلولو سره دویم ځای خپل کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه