Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمد ناصر اخند د مالیې وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شو

د اسلامي امارت مشر په یوه نوي فرمان کې محمد ناصر اخند د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ګومارلی دی.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي چې ښاغلی ناصر اخند په مالي برخه کې ښه تجربه لري او د هېواد په مالي نظام کې به مثبت بدلون رامنځته کړي.

د مالیې وزارت ویاند په دې هکله زیاته کړه:«هغه د افغانستان په مالي چارو کې بشپړه تجربه لري او د افغانستان په مالي چارو کې د هغه ګومارل به مثبت ګامونه رامنځته کړي.»

بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د چارواکو ادلون او بدلون د حکومتوالۍ یو اصل ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«ملا ناصر اخند له دې مخکې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال و، او اوس د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ګومال شوی. په یوه نظام او حکومت کې د کسانو ادلون بدلون یوه عادي او معموله چاره ده.»

محمد ناصر اخند له دې مخکې د مالیې وزارت د مرستیال په توګه کار کړی دی.

له دې مخکې هدایت الله بدري نږدې دوه کاله د مالیې وزارت د سرپرست په توګه کار وکړ او له هغه وروسته د مرکزي بانک سرپرست وټاکل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه