Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان او۲۱ نورو هېوادونو کې د خوړو له سختې نا امنۍ د م.م سازمان خبرداری

د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرملتونو د خوړو او بزګرۍ سازمان، د افغانستان په ګډون په ۲۲ هېوادونو کې د روان کال تر نوامبره  د خوړو د سختې نا امنۍ په هکله ګواښ کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان موندنې ښيي چې د بهرنیو مرستو کموالی، د صادراتو کموالی، د ښځو د کار بندیز او وچکالۍ په افغانستان کې د خوړو د سختې ناامنۍ له لاملونو څخه دي.

د دغه راپور موندنې ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۱۵ مېلیون تنه د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ دي او له دې منځه، ۲٫۸ مېلیون تنه بېړنۍ وضعیت لري.
                 
د خوړو د نړۍوال سازمان د بېړنیو چارو مدیر کیونګنان پارک په دې هکله وايي:«هغه څه چې موږ لیدلای شو دا دي چې د هغو خلکو شمېر به چې له لوږې سره مخ دي، په راتلونکو میاشتو یعنې، جون او نوامبر میاشتو کې ډېر لوړ وي او دا هغه څه دي چې موږ د خوړو په نړۍوال پروګرام کې له خورا سخت وضعیت سره مخ یوو، موږ نه یوازې په یوه اقتصادي چاپېریال کې محدود یوو، بلکې دغه راز له داسې چاپېریال سره مخ یوو، چې له هغو خلکو سره چې اړمنتیا یې زیاته ده، باید تر خپله وسه ډېره مرسته وکړو.»

د بهرنیو ځواکونو د وتلو سربېره، په شمالي ولایتونو کې د مراکشي ملخانو یرغل او اقتصادي ناورین، افغانستان د خوړو د نا امنۍ له ستونزې سره مخ کړی دی.

پاکستان، سوریه او ځينې افریقايي هېوادونه هم په دغو ۲۲ هېوادونو کې شامل دي.

بل خوا، د اسلامي امارت ویاند دغه راپور بې بنسټه ګڼي او وایي چې سږکال حاصلات زیات وو او د هېواد بازارونه د خوراکي توکو له کموالي سره مخ نه دي.
                             
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«ډېر ښه غنم مو درلودل چې په ډېریو ولایتونو کې یې حاصلات اخیستل شوي او ډېر ښه حاصل یې درلود او خلک راضي وو. نو د خوړو سازمان دغه ادعا ښايي پروپاګند وي او یا یې ناسم معلومات اخیستي دي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم وویل:«د نړۍوالې ټولنې د مرستو کموالی، وچکالي او اقیلمي بدلونونو د افغانستان د خلکو پر ژوند منفي اغېزې کړې دي او د خوړو د ناامنۍ د پراختیا لامل شوی دی.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې د شمېرو له مخې، اوس‌مهال مېلیون تنه په هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې منځه ۶ مېلیون تنه قحطۍ ته له نږدې وضعیت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو څو بنسټونو راپور ورکړی دی، چې د افغانستان، پاکستان، سوریې او یو شمېر افریقایي هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونه د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه