له افغان شخصتیونو سره د تماس کميسیون ویاند وايي، چې اوس اوس «له افغان شخصیتونو سره د تماس او د هغو د راستنېدو کمېسیون» پنځلس ماده ییزه کړنلاره وروستۍ شوې، چې د تګ راتګ، حقوقي دعوې، د پانګونې مسایل او د ځینو وسایلو د کارولو په څېر موردونه په ګوته کوي.
احمدالله وثیق د دغې کړنلارې یوه مهمه ماده د اسلامي امارت له نظامه د راستنېدونکو اطاعت ګڼي:«د هغوی لپاره هم یو کړنلاره جوړه شوې چې هغو هم کولای شي، دلته داسې یوڅه ترلاسه کړي یو سند ترلاسه کړي چې د هغه له مخې په خپل وطن کې ډاډه او په امن کې اوسېږي. د هغو لپاره هم پر یوې کړنلارې کار روان دی او وروستۍ شوې ده.»
بل خوا، له افغان شخصتیونو سره د تماس کمېسیون ټوېټرپاڼه ښيي، چې په وروستیو پنځو میاشتو کې څلور دېرش تنه هېواد ته راستانه شوي دي، چې دا د تېر پرتله د پاموړ کموالی ښيي.
خو له افغان شخصیتونو سره تماس کمېسیون ویاند وایي، چې هېواد ته د پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو راستنېدل، د هغوی د راستنېدو د بهیر د اوږدوالي له امله په وروستیو میاشتو کې کم شوي دي.
د روان کال له جنورۍ تر مۍ میاشتې ۳۴ تنه هېواد ته راستانه شوي؛ په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال له اګسټه تر ډسمبره ۱۸۹ تنه هېواد ته راغلي وو.
احمد الله وثیق زیاته کړه:«په اولو وختونو کې د دغو کسانو شمېر ډېر زیات وو، زما په نظر اوس ډېر کم هغه کسان پاتې وي چې هغوی هېواد ته مراجعه کوي یا ځینې کسان هلته تجارتونه لري، یا یې کورنۍ هلته اوسېږي.»
بل خوا، یو شمېر کسان چې هېواد ته راستانه شوي دي، وایي، چې د کار د زمینې نه برابرېدل په افغانستان کې د دوی یوه لویه ستونزه ده.
هېواد ته راستون شوی پخوانی چارواکی جنت فهیم چکري څرګنده کړه:«ځينو کسانو غوښتل او تمه یې لرله چې له خپل علمي ظرفیت او خپل تجربو چې د حکومتوالۍ په برخه یې لرله، له هغې چې لازمه وه استفاده ونه شوه.»
خو د سیاسي چارو ځيني شنونکي له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړېدل یو مثبت او د خلکو په ګټه ګام ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وايي:«یو رقم هوسا کېدلی شي چې هم داخل ته راتلای شي او هم بهر ته تلای شي، دې کې هم د کمېسیون ګټه ده او هم د خلکو.»
د دغه کمېسیون د شمېرو له مخې، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د فعالیت له پېلېدو راهیسې ۵۵۴ تنه هېواد ته راستانه شوي دي او سلګونه نورو کسانو هېواد ته د راستنېدو فورمونه اخیتسي دي.
په دې اړه مو اندونه