Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: نړۍ دې استعدادونه او کادرونه د خطر په پلمه له هېواده نه‌باسي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د بلغاریا د پېښې د قربانیانو له کورنۍ سره د همدردۍ په مراسمو کې پر اسلامي امارت د نړۍ بندیزونه ظالمانه وبللي دي.

ښاغلي متقي له نړۍوالو غوښتي چې د افغانانو د اړتیاو د پوره کولو لپاره، خپل حکومتونه اړ کړي چې پر اسلامي امارت بندیزونه لېرې کړي.

امیرخان متقي ویلي:«دومره ظالمانه بندیزونه وي چې هغه د خپلو شهداوو اجساد نه شي را لېږدولی، زه فکر کوم چې دا هغه د خواخوږۍ او د بشر د حقوقو تر پښو لاندې کولو هغه تر ټولو وروستی حد دی.»

ښاغلی متقي له ټولو هېوادونو غواړي چې، د افغانستان کدرونه او استعدادونه د امنیتي ستونزو په پلمه له افغانستانه ونه باسي.

نوموړي په دې هکله وویل:«دا پیغام باید نړۍوال هم واوري چې افغانانو ته دې په دې نومونو کیسونه نه اچوي چې دلته یې سر ته خطر دی. د افغانستان استعدادونه، د افغانستان علمي کدرونه، د افغانستان افتخارات هغو ته دې زیان نه رسوي، هغه دې له دې هېواده نه باسي.»

د سیاسي چارو شنوونکی فضل الرحمن اوریا هم په دې هکله څرګندوي:«بندیزونه په ځانګړې توګه اقتصادي بندیزونه چې لوېدیځې نړۍ پر افغانستان لګولي دي، په اساساً د افغانستان خلک یې په نښه کړي دي.»
د ۲۸ کلن نعیم یو له هغو ۱۸ هېوادوالو څخه دی چې غوښتل یې د ترکیې له لارې فرانسې ته ولاړ شي؛ خو د لارې په اوږدو کې په بلغاریا کې په یوه کانټینر کې مړ شو. اوس د نعیم کورنۍ د خپل زوی د غم په ټغر ناسته ده.

هغه چې، لومړنۍ لوړې زده‌کړې کړې وې، کروندګر هم و.

د نعیم پلار طلوع‌نیوز ته وايي:«زوی مې راته وویل چې چمتو اوسه جنازه ده. پوښتنه مې وکړه چې د څه شي جنازه؟ وې ویل چې ورور مې شهید شوی و، موږ ته نه وې خبر کړی.» 

د نعیم خپل خپلوان وايي، نعیم د بې‌کارۍ او بد اقتصادي وضعیت له امله دغه لار غوره کړې وه.

د نعیم ورور وویل:«لامل یې دا وو چې بې‌‌وزلي ده. په افغانستان کې کار نشته. ټول خلک اړ کېږي او ځي. که اړ نه‌شي نه‌ځي.»

د بهرنیو چارو وزارت د تېرې سې‌شنبې په ورځ په بلغاریا کې په یوه کانټينر کې د ۱۸ مړه شویو افغان پناه غوښتونکو جسدونه هېواد ته راولېږدول او بیا یې کورنیو ته وسپارل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه