د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د افغان کډوالو کوربه هېوادونه د کډوالو نړۍوالو حقونو پر نقض، ناوړه استفادې او اجباري وتلو تورن وي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه د افغان پناه غوښتونکو له کوربه هېوادونو وغوښتل چې، د پناه غوښتونکو نړۍوالو حقونو ته درناوی وکړي.
نوموړي همداراز وویل، ځينې وخت د حکومتونو تر منځ سیاسي مسایل پر افغان پناه غوښتونکو منفي اغیز کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروتي وویل:«کله چې د دولتونو او هېوادونو ترمنځ په سیاسي چاپېریال کې لوړې او ژورې رامنځته کېږي، نو بیا محسوس کېږي، چې مهاجرینو په هکله یا د مهاجرینو پر وضعیت منفي یا مثبتې اغېزې له ورایه معلومېږي.»
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ځينې هېوادونه د فرصتونو، امتیازونو او د ستونزو د حل په برخو کې له افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې پر دوه ګوني چلند تورنوي.
ښاغلي خروټي زیاته کړه:«په ځانګړې توګه په اروپا او لوېدیځ کې هغوی د کډوالو په هکله نړۍوالو قوانینو ته ژمن دي، هغه هم په سمه توګه په پام کې نه نیول شوي او نه پرې عمل شوی.»
ورته مهال د کابل ځينې اوسېدونکي وايي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو تر ټولو لویه ستونزه بېکاري او اقتصادي ننګونې دي او په وینا یې د همدې دوو لاملونو له مخې، ځينې افغانان د هېواد پرېښودو ته اړېږي.
د کابل اوسېدونکي احسانالله وویل:«تر ټولو ستره ننګونه همدا ده چې له زدهکړو محروم دي. بېوزلي زیاته شوې او له همدې امله هغوی اړ کېږي چې له هېواده بهر شي.»
د کابل بل اوسېدونکی رامین هم وايي:«له ځوانانو دا هیله لرم چې خپل هېواد پرې نه ږدي. همدا دې خاوره ده. همدلته پیدا شوی یې او همدلته باید واوسئ.»
له دې سره سم، د چارو ځينې شنونکي په کور دننه د کاري زمینې برابرېدل د افغانانو د کډوالۍ د بهیر د راکمولو په برخو کې مهم ګڼي.
د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب میر څرګندوي:«فکر کوم بشري کړکېچ، د معزونو تېښته او اقتصادي مسایل، باید د اقتصادي، علمي او کلتوري بېوزلۍ ولې وچې شي.»
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په پاکستان کې شاوخوا درې مېلیونه او همداراز په ایران کې هم نږدې درې مېلیونه افغانان او په نورو هېوادونو کې بیا شاوخوا یو مېلیون افغانان شپې او ورځې تېروي.