Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د کرنې سکټور پر میکانیزه کولو د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، د هېواد کرنیز سکټور له ګڼو ننګونو سره مخ دی او زیاتوي، دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د کرنې سکتور میکانیزه کړي.

د دې وزارت سرپرست د کروندې له ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د کرنې برخې د ودې لپاره لا پانګونې ته اړتیا ده.

عطاالله عمري وايي: «راځئ زموږ له مسلکي خلکو سره په اړیکه کې شئ، په لومړي سر کې له دوی سره په اړیکه کې شئ چې دوی درته د مالدارۍ نسل او تخمونو ډلونه در وپېژني او ګټه ترې واخلئ.»

له دې سره سم، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، تر اوسه یې ۴۶ ‌ډوله اصلاح شوي تخمونه د کروندګرو په واک کې ورکړي دي.

د کرنې وزارت د توافقي څېړنو رییس محمد قاسم عبیدي وايي: «کله چې غنم موږ ته راکول کېږي، دغه دې د څېړنیز ریاست د کړنلارې له مخې وکري.»

د ای‌اېچ‌اېچ دفتر د پروژو مسوول مجاهد سمیز وايي: «موږ به له دریو کلونو وروسته وګورو، که موږ په خپلو چارو کې بریاوې درلودې؛ نو خپلو کارونو ته به دوام ورکړو او موږ هیله‌من یوو چې زموږ دغه چاره بریالۍ شي.»

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې، افغانستان هر کال ۶٫۳مېلیونه ټُنه غنمو ته اړتیا لري او په روان کال کې به په افغانستان کې د غنمو د تولید کچه ۵٫۲ مېلیونه ټُنو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه