Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عامې روغتیا وزارت: د افغانستان نږدې ۲۷ سلنه خلک تنباکو کاروي

د عامې روغتیا وزارت د تنباکو د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، نږدې ۲۷ سلنه افغانان په منظم ډول تنباکو کاروي.

د دې وزارت د راپور له مخې، په افغانستان کې تر څلوېښت سلنه زیاتې مړینې د غیر ساري ناروغیو له امله رامنځ ته کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمد حسن غیاثي وايي: «له بده مرغه د افغانستان نږدې ۲۷ سلنه خلک په منظم ډول تنباکو کاروي او له دې ډلې یوازې ۲٫۶ سلنه یې ښځې دي.»

اخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې هر کال د هېواد له بېلابېلو بندرونو څخه شاوخوا زر کانټینر تمباکو افغانستان ته واردېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وايي: «په افغانستان کې ټول تنباکو نه کارول کېږي، موږ ګرځندویانو لرو چې افغانستان ته راځي او دلته یې کاروي. ځینې وخت له ګاونډیو هېوادونو خلک راځي، ښايي لږ-لږ له ځان سره ولېږدوي.»

عامې روغتیا وزارت بیا وايي، په افغانستان کې ډېری ځوانان او ماشومان له تنباکو استفاده کوي.

دغه تنکي ځوانان بیا وايي، د فقر، بېکارۍ او د زده کړو لپاره د زمینې د نه برابرېدو له امله له تنباکو استفاده کوي.

د کابل اوسېدونکی جمشېد وايي: «دوه درې اوونۍ کېږي چې د بې‌کاري، بې‌روزګاري او بې‌تعلیمي له وجې دغه کاروو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: «موږ یې زیان لېدلی دی، ډېر زیان لري، زه اوس هم ځوان یم، خو له ځوانانو هیله کوم چې سګرت مه څښئ او مخدره توکو نه لرې اوسئ.»

د روغتیا د نړۍوال سازمانو د مالوماتو له مخې، هر کال په نړۍ کې اته مېلیونه کسان له تنباکو د استفادې له امله مړه کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه