Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا احتمالي غونډه

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې د افغانستان د وضعیت په تړاو د روانې جون میاشتې په یوویشتمه د امنیت شورا د یوې بلې غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.

لانا نسیبې په نیویارک کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل، افغانستان لا هم د امنیت شورا د اجنډا په سر کې ځای لري او غړي به یې هم د افغان ښځو پر وضعیت لا ډېر تمرکز وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب امارتو استازې لانا نسیبه وايي: «لکه څنګه چې تاسو یادونه وکړه، موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو، څو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان وضعیت د یوې مهمې او بنسټيزې مسالې په توګه وساتو، موږ به د افغانستان په تړاو د روان زېږدیز کال د جون میاشتې په یووېشتمه یوه غونډه وکړو.»

په  ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو استازې د خپلو خبرو په لړ کې د افغان ښځو د ملاتړ خبره کوي او وایي، د امنیت شورا غړي به د ښځو د حقونو پر مسالې تمرکز وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب امارتو استازې لانا نسیبه وايي: «موږ به د افغانستان پر وضعیت په تېره بیا د افغان ښځو د حقوو پر مسالې خپل تمرکز زیات کړو او دا هغه موضوع ده چې په تړاو یې  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو غړو دریځ څرګند دی.»

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان  وايي: «دا د سرپرست حکومت دنده ده چې د ټولنې له دې انساني ځواک څخه چې ښځې دي، ګټه واخیستل شي.»

خو د اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د جوړېدو په غبرګون کې وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شي، څو په دغه راز غونډو کې له خپل دریځه دفاع وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «په ملګرو ملتونو کې چې د افغانستان د خلکو څوکۍ ده، هغه دې افغانانو ته ورکړل شي او هلته دې تل له افغانانو یادونه وشي او افغانان له خپلو حقونو دفاع وکړي.»

څه باندې یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره د افغانستان په تړاو یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ. په‌دې پرېکړه‌لیک کې له اسلامي امارته وغوښتل شول چې پر افغان ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه