Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د مرکزي اسیا-اروپايي ټولنې د ناستې تر سره کېدل

د قرغزستان په کوربه‌توب د افغانستان او سیمې په تړاو د اروپايي ټولنې-مرکزي اسیا دویمه غونډه د جمعې په ورځ پیل شوه.

په‌دې غونډه کې د قیرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د ولسمشرانو، د ترکمنستان د وزیرانو د کابینې د مرستیال او د اروپایي ټولنې د شورا رییس ګډون کړی دی.

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې وایي، په‌دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر اقتصادي او امنیتي همکاریو خبرې وشي.

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې ترهي هاکالا وايي: «موږ به د امنیتي، اقتصادي او نورو همکاریو مسایل، په همدې ډول هغه اړیکې چې زموږ په اجنډا کې مهمې بلل کېږي، لکه د افغانستان د وضعیت په تړاو د پرمختګونو څرنګوالی د سیمه‌ییزو همکاریو په کچه وڅېړو. موږ به دا ځل ګډه اعلامیه ورکړو او پر مسایلو به بحث وکړو او پایله به یې وګورو.»

اسلامي امارت بیا له ګډونوالو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د کورنیو مسایلو پر ځای باید له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په اړه خبرې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «په کومو هېوادونو کې چې غونډې کېږي، تمرکز یې باید له افغانستان سره پر اړیکو وي، خو کوم څه چې د افغانستان کورني موضوعات دي او افغانانو پورې تړاو لري، باید نور هېوادونه یې مطرح نه‌کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي: «د نړۍ او سیمې هېوادونو اندېښنې د جرګو او مرکو سبب کېږی سبب کېږي. دا له اوسني بحران او اقتصادي فقر څخه د افغانستان د ژغورلو پر لور ګام اخیستل دي.»

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې ویلي، د دې غونډې ګډونوال به د افغانستان او د سیمې د مسایلو په تړاو ګډه اعلامیه صادره کړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او مرکزي اسیا ځانګړو استازو په عشق‌اباد کې د خپلې لومړنۍ غونډې په ګډه اعلامیه کې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی او د باثباته او سوکاله افغانستان او د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه