Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۲ مالي کال بودجې توشېح کېدل

د نوي مالي کال له پېلېدو د څه باندې دوو میاشتو له تېرېدو وروسته، اسلامي امارت وایي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند وایي، دغه بودجه په نږدې راتلونکې کې عملي کېږي او د ادارو بودجه به هم ولېږدول شي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي: «بودجه یوه یا یوه نیمه میاشت وځنډېدله، ځکه چې تشکېلات تر کار لاندې وو، تشکیلات باید وروستي شوي وای او وروسته د تشکیلاتو پر بنسټ باید پرېکړه شوې وای، خو الحمدلله درې څلور ورځې وړاندې بودجه تصویب شوه.»

تر اوسه سرپرست حکومت د نوي مالي د عادي او پراختیایي بودجې د څومره‌والي په تړاو جزیات نه‌دي ورکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي پر دې باوري دي چې په هېواد کې د بې‌وزلۍ د کمېدو لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت پراختیایي بودجې ته ډېرې پیسې ځانګړې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وايي: «په پراختیایي بودجه تمرکز وکړي، ځکه له دې سره خصوصي سکټور او خصوصي شرکتونو ته د کار پیدا کولو او د فقر د کمولو په برخه کې ګټه رسېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «عادي بودجه اوسنی حالت روان ساتي، په‌داسې حال کې چې پراختیایي بودجه په حقیقت کې دا پراخوي او ځینې هیلې رامنځ‌ته کوي.»

بل‌خوا، اقتصاد وزارت وایي، په روان کال کې به ځيني پراختیایي پروژې پېل کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي: «د بې‌وزلۍ د کچې د راټیټولو، د کاري فرصتونو د رامنځ‌ته کولو او د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په موخه، په بېلابېلو سکټورونو کې یو شمېر زیربنایي پروژې په عملي ډول د تطبیق په حال کې دي او په پام کې ده چې یو شمېر پراختیايي پروژې چې وار له مخه پیل شوې وې او د بېلابېلو عواملو له مخې یې چارې نیمګړې وې، عملي کار به یې د روان کال په اوږدو کې پیل شي.»

په ۱۴۰۱ لمریز کال کې دوه سوو یو دېرش مېلیارډه افغانۍ د عادي او پراختیایي بودجې لپاره په پام کې نیول شوې وې، خو په دې کال کې  پراختیايي بودجه د نورو کلونو پرتله په ځلونو کمه وه او په هېواد کې ډېری پراخیتایي پروژې عملي نه‌شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه