Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د ډیورنډ کرښې ته څېرمه وزیرستاني کډوال لرې پرتو ولایتونو ته لېږدوي

اسلامي امارت ځينې هغه وزیرستاني کډوال چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه اوسېږي، د هېواد لېرې پرتو ولایتونو ته لېږدوي.

د اسلامي امارت ویاند وايي چې د دغه کار موخه، د پاکستان په وړاندې بریدونو کې د دغو کډوالو د نه لاس لرلو په هکله د دغه هېواد د حکومت د ډاډ ترلاسه کول دی.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد  زیاتوي، چې کله نا کله پاکستان دغه کډوال د دغه هېواد پر وړاندې په ځينو خوځښتونو تورنوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«اسلامي امارت د دې لپاره چې بشپړ ډاډ ترلاسه شوي وي، وې وغوښتل هغه کډوال چې د جګړې له امله د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې خوست، کونړ او ځينو نورو ولایتونو ته راغلي، هغوی لېرې پرتو ولایتونو ته چې له کرښو لېرې وي، ډاډ ترلاسه شي هغوی په هغو بریدونو او خوځښتونو کې چې په پاکستان کې کېږي لاس نه لري او همدارنګه لاسرسی هم ونه لري.»

تراوسه څرګنده شوې نه ده، چې په هغو کډوالو کې چې سرپرست حکومت یې لېرې پرتو ولایتونو ته لېږدوي، کوم کسان شاملېږي.
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د امریکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کې ویلي سرپرست حکومت دوی ته یو وړاندیز کړی چې پر بنسټ یې د پاکستان د طالبانو د تحریک وسله وال غړي په افغانستان کې لېرې پرتو سیمو ته لېږدول کېږي.

د نړۍوالو چارو شنونکي بلال فاطمي وویل:«د افغان خاورې غړي او خلک حق لري چې د افغانستان په هره برخه کې په هره جغرافیه او سیاسي محدوده کې ژوند وکړي.»
                                         
د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم هم وايي:«که د پاکستاني طالبانو لېږد وي او که د کډوالو لېږد وي، د لېرې پرتو سیمو د جمعیتي ترکیب بدلون د دوی په ګومان، د دوی په تعبیر لېرې پرتې سیمې غیر پښتون مېشتې سیمې دي. چې دا په دواړو حالتونو کې د خلکو او د سیمې د اوسېدونکو په ګټه نه دي.»

تر دې وړاندې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې ویلي چې اسلام اباد له کابل سره خپل تعامل د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ګواښ په نه پېښېدو  پورې مشروط ګڼي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه