Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون: له ګاونډیانو سره د حسنه اړیکو غوښتونکي یوو

د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون په وروستۍ غونډه کې چې جوړه کړې، د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه‌والي ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون مشري د ریاست الوزرا د سرپرست مولوي عبدالکبیر پر غاړه ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې له ټولو هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل د افغانستان د ګټو پر بنسټ دی او سرپرست حکومت غواړي چې افغانستان د هېوادونو ترمنځ ارتباطي پل وي.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«د اسلامي امارت پالیسي همدا ده چې له ټولو هېوادونو سره نېکې او ښې اړیکې ولري؛ هغه اړیکې چې د هغه محوریت اقتصاد وي، له ټولو هېوادونو او نړۍ سره زموږ اړیکې زموږ د هېواد د ګټو پر بنسټ دي.»

د دغه کمېسیون غړي له ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو اړیکو ټینګار کوي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال او کفیل د مطبوعاتو او تشریفاتو عمومي رییس محمد حسن حقیار وايي:«امارت تل ویلي چې موږ له نړۍوالو سره ښې او متقابلې اړیکې غواړو، په ځانګړې توګه له ګاوندیانو سره موږ ښه ګوانډیتوب غواړو.»            

بل خوا، په هېواد کې د سعودي عربستان د سفارت له تړل کېدو شاوخوا څلور میاشتې تېرېږي.

 د اسلامي امارت ویاند وایي، چې سرپرست حکومت په دې هڅه کې دی، چې د سعودي عربستان اندېښنې لېرې کړي او د دغه هېواد ډپلوماټان بېرته هېواد ته راستانه شي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«عادي ویزې چې څوک وکولای شي سعودي عربستان ته پرې ولاړ شي تراوسه نه ورکول کېږي؛ ځکه د عربستان سفارت تړلی دی، یا د سفارت یوه برخه یې پرانیستې ده. او دا په خپله عربستان پورې اړه لري چې هغوی ولې تراوسه خپل سفارت ته نه دي راغلي.»

بل خوا، د سیاسي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو د ساتلو لپاره د سیاسي علومو متخصصینو ته اړتیا ده.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«نن د سعودي عربستان په ګډون، د سیمې او نړۍ هغه هېوادونو چې په افغانستان کې حضور نه لري، موخه یې په اوسني حکومت کې د سیاسي ګټې سټراټېژيک ژوروالی دی.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري څرګندوي:«بهرنی او اقتصادي سیاست تر وروستۍ کچې تیوریک او اکاډمیک دی او د هېواد د بهرني سیاستونو علمي وړتیاوې باید تایید کړي.»

که څه هم تر اوسه اسلامي امارت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د چین، روسیې، ترکیې، پاکستان، ایران او قطر په څېر یو شمېر هېوادونه په کابل کې ډيپلوماټیک فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه