Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: د ورځې ۲۰ نړۍوالې الوتنې لرو

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه فعال دي او له دغو ډګرونو د ورځې ۲۰ نړۍوالې الوتنې ترسره کېږي.

سرپرست د ملکي هوايي چلند انسټېټیوټ حمیدالله اخندزاده د زده کړیالانو فراغت‌غونډه کې زیاتوي چې د هوايي چلند د برخې د ښه‌والي لپاره ۳۰ زده‌کړیالان د تحصیل لپاره ازبیکستان ته واستول شي.

حمیدالله اخندزاده په دغو مراسمو کې وویل:«د همدې انسټېټیوټ په واسطه د هېواد ټول نړۍوال هوايي ډګرونه فعال ساتو او اوس هم دغه هوايي ډګرونه د کورنیو او نړۍوالو پروازونو پر وړاندې فعال دي، چې هره ورځ ۲۰ نړۍوال پروازونه ترې کېږي.»

په دې مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې د هوايي چلند انسټېټیوټ سره به د زده‌کړیالانو په ظرفیت لوړېدنه کې همکاري کوي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم هم وايي:«په دې باندې موږ مکلف یوو چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي، کوم کار چې انجنیر کولای شي هغه بل څوک نه شي کولای، نو هره برخه کې مسلکي کسان په کار دي چې باید هلته وګومارل شي.»

ورته مهال له هوايي چلند انسټېټیوټه فارغان له اسلامي امارته غواړي چې د دوی لپاره کاري زمینه برابره کړي.

د هوايي چلند له انسټېټیوټ فارغ شهیر سلطان‌زاده څرګندوي:«له اسلامي امارت غواړو دغو فارغانو ته چې دوه کاله يې زده‌کړې کړي او زحمتونه يې ګاللي دي باید د کار زمینه ورته برابره شي.»

د هوايي چلند له انسټېټیوټ فارغ حامد ظاهر ستانکزی وايي:«زه په همدې خاوره کې پیدا شوی یم او همدې هېواد کې روزل شوی یم، نو د خپل هېواد او هېوادوالو خدمت ته ژمن یم.»

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې تر ۵۰ ډېر کسان د هوايي ټرافیکو د کنټرول، څارنې، لار موندنې او نورو برخو کې د دوه کلونو په لړ کې روزل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه