Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوچا: ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې د اړمنو شمېر مخ په زیاتېدو دی

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي  چې په افغانستان کې نږدې ۲۹ مېلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو په لړ کې په دغه هېواد کې له ۱۷ مېلیون تنو سره مرسته شوې ده.

د ملګروملتونو سازمان دغه بنسټ په دغه راپور کې په ډاګه کړې چې په افغانستان کې ۲۰ مېلیون تنو ته د مرستې رسولو لپاره څه باندې دوه اعشاریه دوه مېلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د راپور پر بنسټ چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال له پېل راهیسې پر هغو خلکو ۵۰۰ زره تنه نور هم ورزیات شوي دي، چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې هکله وویل:«په دوه وروستیو کلونو کې چې څومره مرستې شوې ديو د انساني ناورین لپاره بشري مرستې دي او له بده مرغه ورته مهال اقتصادي مرستې نه‌دي شوي چې کولای شول انساني ناورین تر یوه بریده کابو کړي او ورته مهال کاري زمینه برابره شي.»

بل خوا، د کابل ځينې اوسېدونکي وایي، چې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ کچه لوړه شوې او ډېری خلک مرستو ته اړتیا لري.
 
د کابل اوسېدونکی محمد حسین د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«د الله په هیله، د سړک غاړې ته د کار لپاره راځم. کومه ورځ ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ کېږي؛ خو ځينې وختونه تش لاس کور ته ځم.»

د کابل اوسېدونکي محمد موسی هم وویل:«له دولته زموږ غوښتنه همدا ده چې له موږ سره مرسته وکړي. ټوله ورځ د سړک پر سر یوو او هیڅ مو لاس ته نه راځي.» 

بل خوا، اسلامي امارت وایي، چې په هېواد کې د بې وزلۍ د کمېدو لپاره به سرپرست حکومت بېخ بنایي پروژې پېل کړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري څرګنده کړه:«د بې‌وزلۍ د کموالي لپاره د اسلامي امارت پلان د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د ملي پیسو د ثبات پیاوړتیا، د سترو او کوچنیو اقتصادي پروژو او صنایو پیاوړتیا، د افغانستان د ټرانزیټي موقعیت پیاوړتیا او د کاري زمینو پر برابرونکو پروژو استوار دی.»

تر دې وړاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې به د ۲۰۲۳ زیږدیز کال تر اکټوبر میاشتې څه باندې ۱۵ مېلیون تنه د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه