Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چاپېریال ساتنې نړۍواله ورځ؛ کابل د پروژو د بیاپیل غوښتونکی شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن (دوشنبې، د غبرګولي په ۱۵مه) په یو لړ مراسمو کې له نړۍوالې تولنې وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې مسایل له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.

د دغې ادارې رییس حافظ عزیز الرحمن په هغو مراسمو کې چې د چاپېریال ساتنې د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړ شوي وو، له بهرنیو بنسټونو وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې د ښه‌والي په برخه کې د ۳۲ کوچنیو او سترو پروژو کارونه بیاځلې پیل کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، چې اقلیمي بدلونونو، سېلابونو او په پراخه توګه د ځنګلونو وهل کېدو او ځینو نورو مسایلو په هېواد کې چاپېریالي ستونزې رامنځته کړې دي.

د دې ادارې رییس وایي، چې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې په هڅو، په کابل ښار او ځينو نورو برخو کې د هوا د ککړتیا کچه راټيټه شوې ده.             

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس حافظ عزیزالرحمن وویل:«موږ یوځل بیا له نړۍوالې ټولنې غواړو چې سیاسي مسایل له چاپېریالي مسایلو سره یوځای نه کړي. په دغې موده کې ۳۲ سترې او کوچنۍ پروژې چې نږدې ۸۲۴ مېلیون ډالره ارزښت لري، ځنډول شوې دي. دا د افغانستان له ملت سره جفا ده.»

د اقتصاد وارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم څرګندوي:«له نړۍوالو موسسو چې له موږ سره د اقتصاد په وزارت کې همکار دي، هیله کوو چې د افغانستان د چاپېریال سانې په هکله سټراټېژیک پلانونه طرحه او اجرا کړي.»

بل خوا، د عامې روغتیا وزارت وایي، چې اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې په برخه کې د نړۍوالو قوانینو رعایتولو ته ژمن دی.                           

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وویل:«موږ له نړۍوالې ټولنې سره په دغې مبارزه کې ځان شریک ګڼو او له هغوی سره همغږي یوو. هر قانون چې نړۍوالې ټولنې د خپلې ټولنې د پاکۍ لپاره وضع کړی، او یوه ګټوره ټولنه رامنځته کوي، موږ سل په سله کې له هغوی سره همکار یوو.»

د چاپېریال ساتنې نړۍواله ورځ له پلاستيکي ککړتیا سره د مبارزې په شعار سره ولمانځل شوه.

له دغه پروګرام سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې ادارې په خپل راپور کې لیکلي دي، چې په کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۳۰ مېلیون ټنه پلاستیک تولیدېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه