د چین دفاع وزیر لي شنانګفو ویلي چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې پرته په دغه هېواد کې د ګډوډۍ د پای او ټیکاو ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د چین دفاع وزیر د سنګاپور په امنیتي ناسته کې د وینا پر مهال ویلي چې بيجنیګ تر اوسه له افغانستان سره نږدې پنځوس مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د چین دغه پوځي چارواکي زیاته کړې چې بيجینګ د نړۍ په کچه د افغانستان د مسئلې په تړاو د همغږۍ هڅې پېل کړي دي.
لي شانګفو په دغې ناسته کې زیاته کړه:«د افغانستان د مسئلې په تړاو چین د نړۍوالې همغږۍ نوښت پېل کړی، د افغانستان په اړه یې د ځینو غونډو کوربتوب کړی او یایې پهکې ګډون کړی. موږ تل د افغانستان پر وړاندې د چین دریځ اعلان کړی. موږ به د ناخوالو د پای ته رسولو او په افغانستان کې د ثبات د رامنځته کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو، البته له دې پرته چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو.»
بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې سرپرست حکومت په هېواد کې د سولې او ټیکاو په را وستو کې د چین له دریځه ملاتړ کوي.
ښاغلي مجاهد څرګنده کړه:«موږ غواړو چې دا پالیسي دوام وکړي ترڅو هغه ثبات او امنیت چې په افغانستان کې لرو، د سیمې لپاره هم مهم دی. باید د سیمې هېوادونه او نږدې هېوادونه د دې اهمیت درک کړي او د اسلامي امارت او افغانستان ملاتړ وکړي.»
اخوا، د سیاسي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي، چې چین په افغانستان کې د حکومتولۍ نوې بڼه یا مډرن او ټولګډونه حکومت غواړي.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهاد وايي:«چین په افغانستان کې ټولګډونه حکومت غواړي او مډرن حکومت غواړي. په دې بڼه چین فکر کوي چې افغانستان باثباته کېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځي هم څرګندوي:«چین په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي موخې لري؛ خو چین هېڅکله داسې کار نه کوي چې په ګټه یې نه وي.»
د چین ولسمشر شي جین پنګ تر دې وړاندې د «چین او منځنۍ اسیا» په غونډه کې چې د دغه هېواد په شیان ښار کې جوړه شوې وه، ویلي دي، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همغږي کوونکي د رول په ترسره کولو سره په ګډه په دغه هېواد کې د سولې د ټينګښت او بیارغاونې ته ژمن دی.
په دې اړه مو اندونه