Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتو له وزارته د ژوندون ټلوېزیون شکایت

د ژوندون راډیو ټلوېزیون مشر ادعا کوي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست له دوو کلونو راهیسې د یاد ټلوېزیون د تړل کېدو لپاره په سیاسي او شخصي دسیسو لاس پورې کوي.

اسماعیل یون وايي، د ژوندون ټلوېزیون ځمکه يې د ۳۰ کلونو لپاره په اجاره نیولي، خو اوس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ورسره شوی پخوانی تړون نه مني.

د ژوندون راډیو ټلوېزیون مشر اسماعیل یون په دې هکله وویل:«د وزارت هدف دا دی، چې دا مرکز سقوط کړي او په خپله خوښه دلته مدرسه جوړه کړي. موږ نه د قرارداد له مخې ۲۴ زره افغانۍ په کال کې اخیستل کېدي، خو اوس د وزارت سرپرست وايي، چې د نوي قرارداد له مخې به د میاشتې ۱۶ زره ډالر وزارت ته ورکړي.»

په ورته وخت کې د رسنیو ملاتړي ځینې بنسټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دغه پرېکړه ظالمانه بولي.

د افغانستان د ژورنالېستانو شورا مشر نعمت الله بارکزی وايي:«زه فکر کوم چې دا تصمیم غټه جفا ده او که دا ټلوېزیون بند شي، نو دلته به هغه کسان چې کار کوي ټول به بې کاره شي او باید د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.»

بل خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند د ژوندون راډیو ټلوېزیون د مشر یادې څرګندونې ردوي او وايي، په دې اړه يې له ښاغلي یون سره خبرې کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی څرګندوي:«د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یاد تور په کلکه ردوي او بې بنسټه یې بولي او هېڅ راز سیاسي او عقدوي برخورد نه کوي البته د وزارت د ځمکې په تړاو له نوموړي سره خبرې شوي، نو له همدې کبله یې بې بنسټه تورونه لګولي.»

د ژوندون راډیو ټلوېزیون د اطلاعاتو پر بنسټ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ۱۳۸۷ کال کې د ۲۴ زره افغانیو په بدل کې څلور جریبه ځمکه ژوندون ټلوېزیون ته په اجاره ورکړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه