Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرګي لاوروف په دوشنبه کې: افغانستان ټول‌ګډونه حکومت ته اړتیا لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د ترهګرۍ له ګواښونو، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د غیرقانوني کډوالۍ د مخینوي لپاره اړتیا ده چې په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت رامنځته شي.

ښاغلي لاوروف له خپل تاجکستاني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د روسیې د محرمانه پلانونو او سلا مشورو خبره کړې ده.

لاوروف وايي، چې د افغانستان د مسئلې په تړاو په جلا جلا چوکاټونو کې بېلابېل نړۍوال پلانونه لري، چې اوس دوی د افغانستان په تړاو د هوکړو د نهایي کولو او پلي کولو په حال کې دي.  

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل:«د افغانستان وضعیت ته ځانګړې پاملرنه شوې، موږ د افغانستان د وضعیت په تړاو په منظمه توګه له نږدې او په محرمانه ډول سلا مشورې کوو. په افغانستان کې د ترهګرۍ، ناقانونه کډوالۍ او د نشه‌يي توکو د قاچاق له ګواښونو سره د مقابلې لپاره له قومي او سیاسي اړخه د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته اړتیا ده.
په دې برخه کې به د منځنۍ اسيا او روسيې د مشرانو د غونډې د پرېکړو د پلي کولو لپاره اقدامات چې د ۲۰۲۲ کال په مني کې د قزاقستان په پلازمېنه استانې کې جوړېږي، ډېر مهم وي. اوس موږ د افغانستان په اړه د دغو هوکړو د نهايي کولو او پلي کولو په حال کې یوو.»

بل خوا، د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د مسکو او دوشنبې ګډې ارزونې ښيي چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د ترهګرو ډلو حضور زیات شوی دی.
 
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین څرګندوي:«ما او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سیمه‌ییزو امنیتي ستونزو او په افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. موږ په خپلو غونډو او ارزونو کې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د حضور له زیاتېدو وروسته د امنیتي ننګونو او ګواښونو د زیاتېدو په تړاو سره هم‌نظره یوو.»

بل خوا، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو حضور ردوي او په دې تړاو د ګاونډیو هېوادونو اندېښنه بې بنسټه ګڼي، خو وایي، چې د اسلامي امارت د مشر له فرمان وروسته د مخدره توکو د جرړو د ایستلو لپاره جدي مبارزه پېل شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«په افغانستان کې سوله او ټیکاو تامین شوی، هېڅ ډله شتون نه لري چې د هېواد یوه لوېشته ځمکه په واک کې نه لري چې سنګر یا دفتر جوړ کړي. نو له دې اړخه باید هېڅ اندېښنه ونه‌لري. او په دې برخه کې کوم اسناد او شواهد هم شتون نه‌لري نو له هغو ادعاګانو څخه چې اساس او بنسټ ونه‌لري ډډه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي  محمد موسی سعادت هم وویل:«که‌چېرې اوس عملاً هغوی له افغانستانه کوم خطر نه ګواښي، په خپلو اوږد مهالو سیاستونو کې هڅه کوي چې د دغو کنفرانسونو او د دغو خبرو اترو له لارې چې افغانستان او نور هېوادونه ورته عملاً واضح او څرګندونوي چې د هغوی سیاستونه یو ډول د هېوادونو جغرافیه ونه‌ګواښي.»

د ټاس خبري آژنس د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په تاجیکستان کې د روسیې له یوې پوځي اډې د لیدنې پرمهال ویلي چې واشنګټن د داعش او القاعدې له ډلو ملاتړ کوي او غواړي چې خپل نظامي تاسیسات بېرته د افغانستان ګاونډیو هېوادوانو ته ولېږدوي.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د مسکو او دوشنبې ګډې ارزونې ښيي چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د ترهګرو ډلو حضور زیات شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه