د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې په سلګونه کورنۍ د اوبو د کموالي له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
دغه اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت د دوام په صورت کې، د واشیر ولسوالۍ ټول اوسېدونکي به خپل کورونه پرېږدي.
د دغې ولسوالۍ په ګرازان کلي کې کابو ۳۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
په ګزاران کلي کې د وروستۍ کورنۍ غړي وايي چې ساعتونه مزل کوي چې د خپلې اړتیا وړ اوبه ترلاسه کړي.
هلمند د واشیر ولسوالۍ د ګرازان کلي اوسېدونکی محمد انور وايي:«موږ د خپلې کورنۍ یو یا دوه غړي مکلف کړي چې له موټرسایکل یا هم د مرکبونو په واسطه د څښاک اوبه راوړي.»
واشیر کې یوازې د ګرازان کلی نه دی چې د اوبو له کمښت سره مخ دی، بلکې د ډېریو نورو کلیو اوسېدونکي له ورته ستونزې سره مخ دي.
د واشیر د فولاد کلي اوسېدونکي رحمت الله وویل:«د کورنیو مشران په کارونو بوخت دي او ماشومان مو مکلف کړي چې له بمبې اوبه راوړي.»
د واشیر ولسوالۍ د فولاد کلي ملک عبدالله څرګندوي:«د اوبو نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي. د واشیر ولسوالۍ ټول اوسېدونکي د اوبو د نشتوالي له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.»
بلخوا د هلمند سیمهییز مسوولان هم د واشیر ولسوالۍ د اوسېدونکو یاده ستونزه مني، خو وایي چې له مرکزي حکومت سره یې دغه ستونزه شریکه کړې او راتلونکی کال به دې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکو څو پروژې پلې کړي.
د واشیر ولسوالۍ مالۍ او اداري مرستیال عبدالحکیم سجاد طلوعنیوز ته وویل:«پلاوي راغلي او غواړي چې د ګل بید په سیمه کې د اوبو بند جوړ کړي او موږ هم له هغوی سره همکار یوو.»
د هلمند د کلیو او بیارغونې چارو رییس محمود ثاني هم څرګنده کړه:«د هلمند ټولې ولسوالۍ د اوبو شبکو ته اړتیا لري. د اوبو کچه ډېره ټېټه شوې او غواړو چې په دې برخه کې موسسې له موږ سره همکاري وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د ډېرو ولسوالیو اوسېدونکي وروستیو کلونو کې د اوبو له کمښت سره مخ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.