Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: افغانستان کې څه باندې ۱۵ مېلیون تنه بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د خوړو خوندیتوب له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په افغانستان کې څه باندې ۱۵ مېلیونه تنه د خوړو له شدېدې نا امنۍ سره مخ دي

د خوړو د نړۍوال پروګرام مسوولان وايي، دم‌ګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۱۵ مېلیونه کسان د خوړو له شدېدې نا امنۍ سره مخ دي او له دې منځه بیا ۲ اعشاریه ۸ مېلیون کسان یې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام د اړیکو مسوول فلیپ کروف وايي:«دم‌ګړۍ، داسې پتېل کېږي چې، په ټول افغانستان کې څه باندې ۱۵ مېلیونه کسان د خوړو له شدېدې نا امنۍ سره مخ دي. له دې منځه ۲ اعشاریه ۸ مېلیونه یې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام او شریکان یې پر دې بریالي شول چې، په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې ۲۳ میلیونه کسانو ته خوراکي مرستې ورسوي. له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې زموږ مرستو په افغانستان کې له یوه انساني ناورینه مخنیوی کړی دی.»

د خوړو د خوندیتوب نړۍواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې په افغانستان کې زرګونه کورنۍ په ۲۴ ساعتونو کې په بسندویه کچه خواړه نه لري.

د ۲۵ کلنې ماه جبین ۷ کسیزه کورنۍ یوه له دغو کورنیو ده. هغه د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نورو خلکو په کورونو کې کار کوي.

دا وايي، د تنګسیا له امله دا او د کورنۍ نور غړي یې په کافي کچه خوراکي توکي نه‌لري او په وینا یې همدومره ډوډۍ خوري چې پرې ژوندي وي.

ماه جبین طلوع‌نیوز ته وايي:«داسې وختونه شوي چې د شپې ډوډۍ مو نه ده خوړلې او سهار حیران پاتې یوو. کله اړ کېږو چې ډوډۍ له سهاره غرمې ته وساتو ماشومان یې وخوري چې څوک یې غږ وا نه‌وري.»

اړمن فضل هم څرګندوي:«داسې شوې چې د شپې مو خوړلې، سهار ته پیسې نه وې چې د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ پخه کړو. هېڅ نه لرو او څه پیدا کېږي هم نه. په خپله بې‌کاره یم.»

له بل لوري اقتصاد وزارت بیا د ملګرو ملتونو ټولې بشري مرستې په هېواد کې د اقتصاد د څرخېدا او د خوراکي توکو د برابرېدو په برخو کې ګټورې ګڼي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي:«په هغه صورت کې چې نړۍواله ټولنه د بې‌وزلۍ د کموالي او کاري زمینونو د رامنځته کولو په موخه، د پراختیايي پروګرامونو له لارې خپل تمرکز تولیدي او کاري سکټورونو ته کړي، زموږ د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره به اغېزمنتیا ولري.»

له دې سره سم، د مالیې وزارت له اسلامي پراختیايي بانک سره په هېواد کې د خوړو د خوندیتوب، د څښاک اوبو برابرېدو، روغتیا او نورو ورته برخو سره د مرستو لپاره د ۱ اعشاریه ۸ مېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام او د کرنې او خوړو سازمان د روان زیږدیز کال تر نومبر پورې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خوړو د شدېدې ناامنۍ له امله خبرداری ورکړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه