Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پنجشېر کې د جنګي جنایت په اړه د بښنې نړیوال سازمان ادعا او د ا.ا غبرګون

د بښنې نړیوال سازمان ادعا کړې چې د اسلامي امارت ځواکونو په پنجشیر ولایت کې د ولسي خلکو پر وړاندې جنګي جنایتونه او ډله‌ییزې سزاګانې تر سره کړې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د پنجشېر وضعیت څېړلی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا څېړونکی زمان سلطاني وايي: «په ډله‌ییزو نیونو کې یو کلی دی، دغه ملکي کسان ربړول شوي او دغه ربړول د هغوی د مړینې سبب شوي، په‌دې راپور کې راغلي چې طالبانو د کورنۍ په دې تور نیولي چې غړي یې له مقاومت جبهې سره دي.»

د بښنې نړۍوال سازمان همداراز ادعا کړې چې اسلامي امارت د پنجشېر په بازارک، رُخه، دره، ابشار او خنج ولسوالیو کې ډېری اوسېدونکي نیولي، ربړولي او همداراز ځورولي دي.

دغه بنسټ همداراز ادعا کړې چې ټولې دغه پېښې یې مستند کړي او له اسلامي امارته یې غوښتي چې دغه دوسیې وڅېړي.

د بشري حقونو فعال عبدالله احمدي وايي: «د بښنې نړیوال سازمان د دې راپور پر بنسټ په پنجشېر کې ځینې جنګي جنایتونه شوي دي.»

خو د اسلامي امارت ویاند د بښنې د نړۍوال سازمان د دغه راپور په غبرګون کې وايي، دغه سازمان ته پکار ده چې واقعیتونه ووايي.

د نوموړي په وینا، که په پنجشېر کې د جګړې پر مهال کوم څوک نیول شوی وي، هغه هم اوس خوشی شوی او په دغه ولایت کې هېڅ ولسي وګړی نه دی وژل شوی.

ذبیح‌الله مجاهد وايي: «هلته هېڅ ډول خپسلرې نیونې نه‌شته او اوس په پنجشېر کې امنیت دی، هلته هېڅ نیونې نه‌شته، په لومړیو کې چې هلته جګړه وه، جګړې ته نږدې به نیونې شوې وي، په هغو کسانو چې شک وو، هغوی خوشې شوي دي او له وسله‌والو او جګړه‌کوونکو کسانو پرته هېڅ ډول خپلسري قتلونه نه‌دي شوي.»

تر دې مخکې ځینو نورو بنسټونو هم ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي، خو دغه ډول څرګندونې تل د اسلامي امارت له لوري رد شوې دي.

امارت اسلامی می‌گوید که ارایه گزارش این سازمان با وضعیت کنونی در پنجشیر همخوانی ندارد و سازمان عفو بین‌الملل می‌کوشد که نفاق‌افگنی کند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه