Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د ۲۵۰ افغانانو نیول کېدل

په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستان د ترهګرۍ ضد او یو شمیر نورو امنیتي ادارو په تېرو څو ورځو کې ۲۵۰ افغان کډوال چې پاسپورټونه او نور قانوني اسناد یې هم درلودل، نیولي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل بیا وايي، تر دې دمه یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳۶۷ افغان کډوال د دغه هېواد د سند ایالت له بندخونو ازاد شوي دي.

په کراچۍ ښار کې افغان قونسل عبدالجبار تخاري وايي: «د سند ایالت په پاتې بندیانو کې ښځې نه‌شته، یوازې ۲۷۴ بندیان پاتې دي او هڅې روانې دي چې دوی هم ژر تر ژره راخوشې شي.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په وروستیو اعتراضونو کې د ګډون په پلمه نیول کېږي، خو هغه د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغان کډوالو د نیولو بهیر دې ژر تر ژر ودروي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: «د پاکستان په ځینو سیمو کې میشتو افغانانو د پاکستان په وروستیو داخلي سیاسي کشمکشونو کې دخیل پاتې شوي دي یا یې هم لاسوهنې تر سره کړې دي، موږ د پاکستان پر حکومت باندې غږ کوو چې افغانانو ته ستونزې ایجاد نه‌کړي.»

ورته مهال، هغه افغان کډوال چې اوس مهال په پاکستان کې شپې او ورځې تېروي، پر حکومت په نیوکې سره وايي، سره له دې چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو بیا هم ځايي پولیس ورسره ناسم چلند کوي.

په پاکستان کې یوه افغان کډواله مزلفه وايي: «په هغو ښارونو کې د افغانانو د نیولو سلسله په ډېر شدت سره روانه ده، ډېر زیات افغانان نیول کېږي، په مختلفو نومونو ځورول کېږي او ان هغوی هم نیول کېږي چې قانوني اسناد هم لري.»

په پاکستان کې افغان کډوال عارف وايي: «هغه کسان چې ویزه نه‌لري، له سختې ناغې سره مخامخ دي او هغه کسان چې غواړي خپلې ویزې وغځوي، باید سختې ناغې ورکړي.»

د راپورونو له مخې اوس‌مهال په ایران او پاکستان کې نږدې اته مېلیونه افغان کډوال شپې او ورځې تېروي او کله نا کله د دغو دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو له لوري له هغوی سره د بد چلند په تړاو راپورونه خپرېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه