Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د غیردولتي سازمانونو له احتمالي تړل کېدو د یونېسف اندېښنه

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په افغانستان کې د غیردولتي سازمانونو د فعالیتونو د تړل کېدو له احتماله اندېښنه څرګنده کړې ده.

یونېسف همداراز زیاته کړې، که په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د فعالو غیردولتي سازمانونو فعالیت بند شي، د ۳۰۰ زره نجونو په ګډون به له ۵۰۰ زره ډېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق طلوع‌نیوز ته ویلي: «یونېسف په ژوره توګه اندېښمن دی که  هغه نړۍوال سازمانونه چې په ښوونې او روزنې برخو کې کار کوي، د فعالیت اجازه و نه‌لري؛ نو ښايي د ۳۰۰ زره نجونو په ګډون څه باندې ۵۰۰ زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.»

یونېسف له سرپرست حکومته هم غوښتي چې په خپلو پرېکړو کې د افغان ماشومانو ګټې په پام کې ونیسي.

د یوه روزنیز مرکز مسوول په افغانستان کې د یونېسف د فعالیتونو احتمالي درېدو ته اندېښنه ښيي او زیاتوي، اسلامي امارت باید د هېواد د پرمختګ لپاره له ورته بنسټونو سره ډېره همکاري وکړي.

د یوه روزنیز مرکز مسوول فضل صابري وايي: «که دغه بنسټونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي، موږ د دې اندېښنه لرو چې د ماشومانو لپاره په افغانستان کې ښوونه او روزنه د تل لپاره له منځه لاړه شي.»

د ښځو د حقونو په چارو کې فعاله ثریا پیکان وايي: «د دوی د کار پر وړاندې د دغه ډول تړل کېدو او ممنوعیتونو زیان د افغانستان ماشومانو ته چې له علمي، اقتصادي او ښوونې او روزنې له اړخه د نړۍ تر ټولو بې‌وزله ماشومان دي، رسېږي.»

په ورته وخت کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې د اسلامي امارت له مشرتابه غواړي چې د پاتې ښوونځيو دروازې هم د دوی پر مخ پرانېزي.

زده‌کوونکې ستاره وايي: «ټولو نجونو هیله درلوده چې په راتلونکې کې یوه ډاکټره، انجنیره یا یوه ښوونکې شي، د ځان، خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره کار وکړي، خو کله چې اسلامي امارت زموږ پر وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړلې، موږ نه‌شو کولای خپلو هیلو ته ورسېږو.»

زده کوونکې بهاره زیاتوي: «موږ ښوونځي ته نه‌شو تلی، هیله لرو چې زموږ پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزئ.»

تر دې مخکې هم د نجونو پر مخ د غیر دولتي روزنیزو مرکزونو د تړل کېدو په تړاو راپورونه خپاره شوي، خو اسلامي امارت تر اوسه دغه چاره په رسمي توګه نه تایید او نه یې هم رد کړې ده.

شریک یي کړئ