Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ترهګرۍ سره پر مبارزې د واشنګټن او ریاض ټینګار

د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې د داعش پر وړاندې د مبارزې د غونډې ګډونوالو د ترهګرو ډلو، په تېره د داعش پر وړاندې پر جدي مبارزې ټینګار وکړ.

په‌دې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د واشنګټن د ګټو د ساتنې او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له بیا راپورته کېدو د مخنیوي لپاره د داعش پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وايي: «د افغانستان په تړاو موږ تل څرګنده کړې ده چې پر خپلو اصلي او ملي ګټو او دغه راز له افغانستانه د ترهګرۍ د بیا سر راپورته  کولو پر مخنیوي تمرکز کوو او که اړتیا وي، له دې ښکاندې سره د مبارزې لپاره ګام پورته کوو. پر دې سربېره، موږ له خپلو متحدانو او د افغانستان له ګاونډیانو سره، د هغې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د وړتیاوو د لوړوړلو لپاره کار کوو چې له افغانستانه سرچینه واخلي.»

بل‌خوا، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، له افغانستان سره به ډېر کار وکړي، څو د ترهګرو پر خوندي پټن‌ځای بدل نه‌شي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فرحان وايي: «موږ دغه راز تکراروو چې باید خپل کار تر ډېره پر افغانستان متمرکز کړو، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي پټن‌ځای بدل نه‌شي»

بل‌پلو، د اسلامي امارت ویاند په‌دې تړاو له داعش سره د مبارزې له نړۍوال اېتلافه تمه لري چې په افغانستان کې د داعش مساله لویه و نه‌ښيي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، داعش په افغانستان کې د له منځه تلو په حال کې دی او د افغانستان له خاورې د  داعش خراسان ډله هېڅ هېواد ته ګواښ نه‌ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «داعش ډله اوس د هېچا لپاره کوم ګواښ نه‌دی او ډېر کمزوري حالت کې ده، خو په تېرو دوو کلونو کې چې موږ کوم عملیات کړي، ټول اوپراتیفي وو، د دوی پر پټن‌ځایونو شوي او د دوی څه باندې سل مرکزونه له منځه وړل شوي دي.»

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: «ډېری یې په پاکستان کې ریښې لري او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي، زما په اند داعش ډله د افغانستان او پاکستان تر منځ په پوله او د منځنۍ اسیا په سرحد کې پټ دي، خو د پخوا پرتله یې فعالیتونه په ځلونو کم شوي دي.»

د سیاسي چارو کارپوه سید اکبر سیال وايي: «اسلامي امارت چې د داعش یا ترهګرۍ پر وړاندې کومه مبارزه کړې ده، پر دې باندې نړیوالو هم اعتراف کړی دی چې دوی په‌دې برخه کې بریالي دي.»

پر دې سربېره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې امریکا متحده ایالتونو د ترهګرۍ ضد پلانونونو په برخه کې منځنۍ اسیا ته ۳۰ میلیون ډالره په پام کې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، په تاجکستان کې د خبرو پر مهال، واشنګټن په افغانستان کې د داعش او القاعدې پر ملاتړ تورن کړ او زیاته یې کړه چې امریکا دغه کار د افغانستان د بې‌ثباتۍ په موخه تر سره کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه