Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس سره د توماس وېسټ لېدنه

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رييس د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو چارو او نورو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس وايي، په‌دې لېدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د خلکو د ستونزو د حل په موخه پر ګډ کار سلا کړې ده.

حاجي عبیدالله صدرخېل وايي: «په‌دې ستونزو مو ورسره خبرې وکړې او هغه ماته ډاډ راکړ چې پر دې به کار کوو، څو دې ستونزو ته د حل لار پیدا کړو او کوم افغان سوداګر چې له کومو ستونزو سره مخ دي، د هغوی ستونزې حل شي او خپل تجارت ته دوام ورکړي.»

بل‌خوا، د اسلامي امارت ویاند بیا وايي، سرپرست حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا سره ښې اړیکې غواړي او له واشنګټنه غواړي چې له افغانستان سره په ډېپلوماټیکو او اقتصادي برخو کې همکاري وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «توماس وېسټ چې کوم سفر پیل کړی، دغه سفر یې باید له نورو سره توپیر ولري، په‌دې مانا چې ګټور واوسي او افغانستان او امریکا ته څرګنده پایله ولري.»

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په افغانستان کې دې هم د سوداګرو پر وړاندې شته ننګونو ته پام وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره په بیا رغونه، صنعت او اقتصادي برخو کې مرسته وکړي چې په افغانستان کې دننه ورته فرصتونه لري.»

د ویلو ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د متحده عربي اماراتو د امیر له سلاکار سره په دوبۍ کې لېدلي او په افغانستان کې یې د اماراتو او امریکا د ګډو ګټو په اړه خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه