Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بدخشان کې د تېرې ورځې برید ته د غبرګونونو دوام

په بدخشان کې د تېرې ورځې برید ته د غبرګونونو په دوام، امریکا، ترکیې، جرمني او اروپايي ټولنې دغه برید غندلی دی.

د ریاست‌الوزرا سرپرست په یوې اعلامیې کې پر جوماتونو او مذهبي مراسمو برید نه توجیه کېدونکی ګڼې او د دغه راز پيښو عاملانو ته پر سزا ورکولو ټينګار کوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي: «پر جوماتونو او مذهبي مراسمو بریدونه د دښمن د کمزورۍ او له اسلامي احکامو او مقدساتو سره ښکاره دښمني ښيي چې په هېڅ صورت توجيه کېدای نه‌شي.»

کورنیو چارو وزارت ویلي، د بدخشان د والي د مرستیال د فاتحې مراسمو پر مهال برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي.

دې برید ته د بهرنیو غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په یو لړ ټوېټونو کې دغه برید وحشتناک ګڼلی او زیاته کړی یې ده چې هېواد یې دغه برید په کلکه غندي.

ټوماس وېسټ لیکلي: «امریکا متحده ایالتونه په یوه سپېڅلي ځای کې دغه سخت جنایت په کلکه غندي.»

له دې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ شارژدافېر او مرستیال، په کابل کې د ترکیې سفارت، په کابل کې د جرمني سفارت او ځينو نورو هېوادونو هم دغه برید غندلی دی.

بل‌خوا، اسلامي امارت وایي، د دغه راز پېښو د عاملانو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «زموږ معلومات دا دي چې شاوخوا یوولس، دولس یا دیارلس کسان په شهادت رسول شوي، دېرش کسان ټپیان شوي دي، په هر حال، موږ د دې پېښ عاملان نیسو او ورسره حساب کوو.»

د بدخشان په پرونۍ چاودنه کې د بغلان لپاره د اسلامي امارت یو قومندان صفي‌الله صمیم هم وژل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

د ریاست‌الوزرا سرپرست د ریاست الوزرا سرپرست په یوې اعلامیې کې پر جوماتونو او مذهبي مراسمو برید نه توجیه کېدونکی ګڼې او د دغه راز پيښو عاملانو ته پر سزا ورکولو ټينګار کوي.

تصویر بندانگشتی

په بدخشان کې د تېرې ورځې برید ته د غبرګونونو په دوام، امریکا، ترکیې، جرمني او اروپايي ټولنې دغه برید غندلی دی.

د ریاست‌الوزرا سرپرست په یوې اعلامیې کې پر جوماتونو او مذهبي مراسمو برید نه توجیه کېدونکی ګڼې او د دغه راز پيښو عاملانو ته پر سزا ورکولو ټينګار کوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي: «پر جوماتونو او مذهبي مراسمو بریدونه د دښمن د کمزورۍ او له اسلامي احکامو او مقدساتو سره ښکاره دښمني ښيي چې په هېڅ صورت توجيه کېدای نه‌شي.»

کورنیو چارو وزارت ویلي، د بدخشان د والي د مرستیال د فاتحې مراسمو پر مهال برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي.

دې برید ته د بهرنیو غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په یو لړ ټوېټونو کې دغه برید وحشتناک ګڼلی او زیاته کړی یې ده چې هېواد یې دغه برید په کلکه غندي.

ټوماس وېسټ لیکلي: «امریکا متحده ایالتونه په یوه سپېڅلي ځای کې دغه سخت جنایت په کلکه غندي.»

له دې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ شارژدافېر او مرستیال، په کابل کې د ترکیې سفارت، په کابل کې د جرمني سفارت او ځينو نورو هېوادونو هم دغه برید غندلی دی.

بل‌خوا، اسلامي امارت وایي، د دغه راز پېښو د عاملانو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «زموږ معلومات دا دي چې شاوخوا یوولس، دولس یا دیارلس کسان په شهادت رسول شوي، دېرش کسان ټپیان شوي دي، په هر حال، موږ د دې پېښ عاملان نیسو او ورسره حساب کوو.»

د بدخشان په پرونۍ چاودنه کې د بغلان لپاره د اسلامي امارت یو قومندان صفي‌الله صمیم هم وژل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه